په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتين او اردوغان

    پوتين او اردوغان د تړلو د روازو ترشا په باکو کې خبري کړي دي

    © Sputnik/ Alexei Druzhinin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 85 0 0

    دروسيي او ترکيي جمهورئيسان ولاديمير پوتين او رجب طيب اردوغان په باکوکې دتړلو دروازو شاته په يولړ مهمو مسئلو خبري اتري کړي دي.

    د روسيي له خوا په دغو خبرو کې دولسمشر سلاکار يورې اوشاکوف، دبهرنيو چارو وزير سرګي لوروف، د انرژۍ وزير الکساندرنوواک ، په اتومي انرژۍ کې د دولتي شرکت مشر سرګيي کرينکه او د «ګازپروم» مشر الکسيي ميلر ګډون کړي وو.

    د انځور اخستلو پر وخت، دواړو ولسمشرانود لومړۍ ځل د پاره د اروپائي لو بو د پرانستلو د مراسمو په اړه خپل نظرونه تبادله کړل. دواړو ولسمشرانوپه باکو کې د دغو لوبو ترسره کولو ته هرکلۍ ووايه، ځو زياته يي کړه چې دغواروپائي لوبو ته داروپائي اتحاديي هيڅ يو مشر نه دی راغلی.
    پوتين وويل « ترکيه چې اروپائي اتحاديه ته د شامليدو کانديده ده، دټولي اروپائي اتحاديي څخه استازيتوب کوي».
    پوتين او اردوغان په دې اړه توافق درلود چې مراسم دير په زړه پوري او رنګا رنګ وه او د خپلو هيوادونو او داروپايي لوبود کوربه هيواد «اذربايجان»لو بغاړو ته ئي دبرياليتوب هيله څر ګنده کړه.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی