په ژوندی پڼه خپرونه
    په یمن کې بمباري

    په يمن کې د ايتلافې بمباريو له کبله تر ۲۰ تنه زيات کسان وژل شوي دي

    © AP Photo/ Shohdi Alsofi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 30 0 0

    دسعودي عربستان په مشري د ايتلافي هوايي ځواکونو په بمباريو کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ تنه وژل شوي او په لسګونه تنه نور ټپيان شوي دي. دامطلب ديمن خبري اژانس «صبا» ورکړی دي.

    بمبارۍ د (صعده) ولايت په شمال لويديځو سيمو کې ترسره شوي دي چې د «حوثي » ياغيانو مظبوط مرکز ګڼل کيږي.
    دغه اژانس دملي امنيت ديوې سرچيني له قوله وايي چې ددغه ولايت شمال د «باقيم» دښار ديوي برخي په (بازار) کې دهوايي بريد له امله ۱۲ تنه وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.
    ددي ترڅنګ د (مونابي) ښارګوټی په استوګنه سيمه کې د بمبارۍ له کبله ۴ تنه وژل شوي دي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی