په ژوندی پڼه خپرونه
    بندیز

    پر تخنالوژیو بندیز ټولو ته کړاوونه رامنځ ته کوی

    © Sputnik/ Vladimir Sergejev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 58 0 0

    لویدیځی کمپنی تر پایه په دی باور نه شی کولی چی بندیزونه دوی ته روسیی ته د زیاتو تخنالوژیو د استولو امکان نه ورکوی.

    دا خبرونه چی ځانګړی سوداګر هڅه کوی د روسیی په بازار کی د خپلو کالو لپاره ځای ومومی، په منظمه توګه اوریدل کیږی. څه موده د مخه د Cisco امریکایی کمپنی د شبکوی وسایلو تولیدوونکی له ورته ستونزی سره مخامخ شوه. نامتو طبی کمپنی د متشبیثینو د غم خوړلو په هکله پریکړه وکړه او نوی سرویس یی په کار واچاوه. دا کار مالی سازمانونو او د هغوی منځګړو ته د قانون په چوکاټ کی د پاته کیدو او د روسیی پرخلاف د اړونده حکومتونو د بندیزونو د نه ماتولو امکان برابروی.
    تر ټولو زیات شور ماشور د روسیی د توغندیو РД-180 انجنونه رامنځ ته کړ چی د هغوی نشتوالی د امریکا پر فضایی پروګرام د بطلان کرښه کاږی. په نتیجه کی امریکایی پوځیانو د دغه تړون د اوږدولو غوښتنه وکړه.

    د روسیی لپاره بندیزونه په یوه وخت کی په څو لورو کی د کارکولو په سیګنال بدل شول. څرګنده شوه چی باید له هغو هیوادونو سره اړیکی پراخه کړی شی، څوک چی غواړی په راتلونکی کی د روسیی په ستراتیژیکو انډیوالانو بدل شی. تر ټولو د مخه د شانګهای د همکاری د سازمان او دبریکس د معتبر سازمان له غړو هیوادونو سره د اړیکو د پراخولو خبره مطرح ده. د ماهری یوریشیایی مفکوری د فوند د کارپوهانو د شورا رییس ګریګوری تروفیمچوک وایی:


    د روسیی تولیدوونکو دا خبره درک کړه چی بندیزونه — دا کومه موقتی خبره نه ده. خو که هغوی، حتی په بشپړه توګه لیری هم شی، نو په کومه برخه کی به په هر صورت کی د روسی مولدینو له خوا د خپلو تخنالوژیو د ایجادولو په هکله د روسیی د صنایعو دندی لیری نه کړی. په دی برخه کی له چین سره د اړیکو موجودیت چی د معاصری نړی د تخنالوژیکی بنسټ په ځینی برخو کی مخکښ دی، د خوښی سبب ګرزی. د روسیی صنعت د سبا ورځی له نظره په ډاډه توګه خوندی دی.

    دا خوندیتوب د لوړو تخنالوژیو ګډه وده تامینوی. په پسرلی که د سکولکووا فوند او د چین د پانګی اچونی ګروپ Cybernaut Investment Group ګډ فوند تاسیس کړ. د هغوی د فوند مالی حجم ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته رسیږی. له دی پیسو به تر ټولو د مخه د اطلاعاتی تخنالوژیو، فضایی تخنالوژیو او د مواصلاتی تخنالوژیو په برخه کی پروژو کی ولګول شی.
    ګریګوری تروفیمچوک زیاته کړه:

    هیله من یو چی په نژدی راتلونکی کی د روسیی مخکښی تخنالوژی ووینو. زه غواړم د مخه تر هرڅه هغو شیانو ته پام راوګرزوم چی محصلان یی جوړوی. د مثال په توګه د سیلیګیر د پروژی په چوکاټ کی ډیری په زړه پوری طرحی وړاندی کیږی.

    د روسیی د علومو د اکاډمی د ارکتیکا د مرکز مدیر ولادیمیر پاولینکو وویل:


    په دغو هیوادونو کی په زړه پوری تخنالوژی شته. خو په تاسف، هغوی د ارکتیکا په سختو شرایطو کی د کار لپاره مساعدی نه دی. زما مقصد په شلف، وچه او حتی د ټاپوګانو په سیمه کی د ګاز او کانونو راایستل دی.

    اوسنی نړیوال تولید له پخوا د مدنیت د نعمتونو په عمده مصرفوونکی بدل شوی دی. د هری ورځی په تیریدو په سختی پراخه پروژه پیداکولی شو چی هغه دی یوازی د یوه هیواد له لوری پلی کړی شی. روسیه په دی شیما کی ټاکونکی رول لوبوی. خو په واشنګټن کی د دی خبری درک او منلو ته نه دی تیار.

     

    نښی
    روسیه
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی