په ژوندی پڼه خپرونه
    د نووادیویچی معبد

    د نووادیویچی معبد

    © Sputnik/ Vladimir Fedorenko
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 40 0 0

    دغه معبد دشتمنو وګړو له پاره طلایی قفس ګڼل کیده .

    د« نووادیویچی» معبد چې « د روحانی ښځو له پاره د ژوند او عبادت کولو ځای » دي د مسکو د« خاموونیکي» په تاریخی سیمه کې موقعیت لري. دغه معبد د ۱۶ مې پیړۍ د معماری یوې بی سارې یادګار ګڼل کیږي چې د یونسکو له خوا په لوړه کچه ارزول شوی ، او د یادګاری میراثونو په نوملړ کې نیول شوی دي. تر ټولو لرغونې جامع کلیسا د «سمولینسکي » په نامه د حضرت مریم د شمایلو کلیسا ده چې په خپلوهیښوونکو تزییناتو او په دیوالونو کې د ښکلې انځورونو په لرلو، د خلکو حیرانتیا راپاروي.
    د «17مې» پیړۍ په پای کې هلته د ملکه «صوفیېا » په امر د شمایلو له پاره په سرو زرو پوښل شوی يوې ډیرې ښکلې ځای جوړ کړای شو.
    د معبد د ناقوس « د زنګ وهلو برج » چې په قیمتی تیږو سمبال شوی و په روسیه کې تر ټولو ښکلې د ناقوس برج ګڼل کیده. د دغه معبد بڼسټ ایښودونکې د مسکو لوی امیر « دریم واسیلی » و. د معبد دجوړولو کارونه په« 1524»م کال کې پیل شو.شهزاده «واسیلي » د دغه معبد دجوړولو له پاره له سپینو زروڅخه جوړ شوی دری زره روبله ولګاوه چې په همهغه وخت کې دا ډیرې زیاتې پیسې وي.
    د جګړې په وخت کې د دغه معبد اوسیدونکو ته څو ځله زیانونه ورسیدل. له همدې کبله د « 17مې» پیړۍ په پیل کې د لرګینو استحکاماتو پر ځای ډبرین دیوالونه او لوړ برجونه جوړ کړای شول.
    په «1612»م کال د دغو دیوالونو په څنګ کې د «دمیتری پوژارسکی او کوزما مینین » تر لارښووني لاندې له پولندي نیواکګرو سره چې د مسکو ښار یې نیولې و ډیر سخت جنګونه پیل شو. روسیی پوځیانو وکړای شول چې پيلازمینې د نیواکګرو له لاسه وژغوري.
    په «17 مه » پیړۍ کې د « نووادیویچي » معبد د درباریانو تر زیاتې پاملرنې لاندې وو او هغوی دغه معبد ته ډیرې زیاتې خیریه مرستې ور کولې. د درباری او اشرافی کورنیو ښځو د عبادت او دعاو له پاره دغه ځای ته راتللې او کله کله حتا د روحاني خویندو په توګه هلته پاتې کیدې.
    خو دا هم باید وویل شي چي له دوی څخه ټولو هم په خپله خوښه دغه ځای ته نه راتللو. دغه معبد د شتمنو وګړو له پاره طلایی قفس ګڼل کیده.
    د ملکه « صوفییا» تراژیدی برخلیک هم له دغه معبد سره تړاو لري. دا هم هغه ملکه وه چې د « سمولینسکی »د جامع کلیسا د شمایلو د ځای ، د جوړولوله پاره پیسې ورکړي وه. دغه هوښیاره او قدرتمنده ښځه د څو کلونو په موده کې د خپل کشر ورور « لومړي پیتر » پر ځای هیواد اداره کوله.
    د «صوفییا» د حکومت په وخت کې د « نووادیویچي » د معبد د جوړولو کارونه پایته ورسیده ، خو برخلیک دا وه چې دغه ځای چې ملکه په خپله د هغي په جوړولو کي یو وخت دومره کار کړې وه ، د دا له پاره په زندان بدله شي. «صوفییا » له خپل ورور سره د قدرت پر سر په مبارزه کې ماته شوه.
    په لومړۍ سر« صوفییا » په حبس کي په پراخ کور کې هوسا ژوند تیروله. د دا له پاره خواړه د پاچا له پخلنځۍ څخه چمتو کیده او یولس خدمې د هغي خدمت کاوه. خو د پاچا د ګارډ د افسرانو له پاڅون نه وروسته چې غوښتل یې«صوفییا» قدرت ته ورسوي هر څه بدلون وموند.
    امپراتور د خپل خور ټول امتیازات سلب کړ او د دې امر وکړ چې د پاڅونګرو مړۍ د «صوفییه »د کړکۍ پر مخ اویزان کړای شي.
    امپراتور د نورو پاڅونګرو سرونه د معبد د دیوالونو په څنګ کې په خپله پرې کړه.د زیاتې مودي په اوږدو کې د دغه معبد په اړه ډاروونکې کیسې ویل کیده.
    خلک ویل چې د شکنجه شوو افسرانو ارواح د معبد په شاو خوا کې ګرځي.
    لږه مږده وروسته پخپله ملکه هم مړه شوه.
    نن هم دهغه برج په شاو خوا کې چې ملکه هلته زندانی وه داسې وګړې لیدل کیږي چې خپل لاسونه یې د معبد پرسپینو ډبرو ایښې دي ، او له ځان سره کوم څه وایي. مسکویان په دې باور دي که د د دغه برج په څنګ کې د کوم څه په اړه د تر سره کیدو هیله وشي نو دغه هیله به هرو مرو پوره شي.
    په «۱۸۱۲م» کال د کورنۍ جګړې په وخت کې ، چې مسکو د ناپلییون د پوځونو له خوا ونیول شوه د « نووادیویچی » معبد هم د له منځه تللو له ګواښ سره مخامخ شوه. ناپلییون له ښار نه د په شاکیدلو په وخت کې د معبد د پرزولو امر ورکړ. خو روحانینو د باروتو بیرلونه پیدا او په لازم وخت کې وکړای شوی چې اور مړ کړي.
    روسیی کازاکانو هم پر وخت هلته ورسیدل او وکړای شول چې فرانسوی پوځیانو تیښتیدلو ته اړ کړي.
    په «1929م» کال د« نووادیویچی » په معبد کې د عبادت چارې ودرول شوي ، او تاریخی ـ هنری موزیم هلته پرانیستل شوی.
    د څو کلونو په اوږدو کې هلته د په اصطلاح «نوی جوړونې » کارونه دوام درلود چې د هغې په ترڅ کې د معبد هغه لرغونې هدیرې چې تر 2000 هم زیات قدیمی قبرونه په کې موجوده وه له منځه یوړل شوه. له نیکه مرغه د جنوبی دیوال په څنګ کې هدیره له « جوړوني » څخه خوندي وساتل شوه.
    د شوروی اتحاد په وخت کې دغه هدیره د هیواد ډیره معتبره هدیره ګڼل کیده. هلته دولتی او ګوندی شخصیتونه ، جنرالانو ، نامتو پوهانو او هنرمندانو خاورو ته سپارل کیدل.
    د شوروی اتحاد تر ویجاړیدو نه یې وروسته د « نووادیویچي » معبد بیا د روسیی اورتودوکس کلیسا ته ورکړای شول. اوس دغه معبد دپلازمینې د روحانیت او معنویت مرکز ګڼل کیږي.
    مسکویانو د دغه معبد په څنګ د کوچنۍ ډنډ پر غاړه له چکر وهلو سره زیاته مینه لري. د ستر ښار د شور ماشور غږونه هلته نه رسیږي او په سیمه کې چوپه چوپتیا حاکمه ده.

    نښی
    روسیه
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی