په ژوندی پڼه خپرونه
    د ګوانتانامو زندان

    پنتاګون: امريکا د ګوانتانامو له زندان څخه ۶ يمني زندانيان عمان ته ليږلي دي

    © Sputnik/ Denis Voroshilov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 30 0 0

    دامريکا متحده ايالاتو په کيوبا کې د ګوانتا نامو له زندان څخه ۶ تنه يمني بنديان عمان ته ليږلي دي. دامطلب د شنبي په ورځ پنتاګون څرګند کړی دي.

    د دغو شپږو تنو دهر يو دوسيه جلا جلا دزندان د ځانګړې کميسيو ن له خوا څيړل شوی ده، او وروسته پريکړه وشوه، چې دغه ۶ يمني بنديان عمان ته وليږل سي، او د بند پاتې موده به هلته تيروي. د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير اشتون کارترد بنديانو د ليږولو د فیصلي په اړه کانګرس ته خبر ورکړی دي.
    د ګوانتانامو زندان په کيوبا کې، د ۲۰۰۱کال د سپتمبرد ترهګرۍ پيښي وروسته چې تر ۳۰۰۰ تنو پورې کسان ووژل شول، دهغو کسانو دپاره چې په ترهګرۍ فعاليتونو کې ښکيل او تورن وي ،جوړ شوی دي.
    دبشري حقونو امريکائي اوبين المللي ټولنو تل په جورج بوش نيوکې کولي چې په دغه زندان کې د بنديانو سره بد چلند کوي او په دغه زندان کې داتهام پرته کسان بنديان دي.
    پخوا د امريکا متحده ايالاتوهلي ځلي کولي چې د ګوانتانامو يوشمير بنديان دريم هيواد ته وليږي، خو کانګرس ورسره مخالفت وکړ. دم ګړۍ د ګوانتانامو په زندان کې ۱۱۶ تنه بنديان دي.

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی