په ژوندی پڼه خپرونه
    په هند کی د یوی ترافیکی پیښی له کبله ۱۹ تنه وژل شوی او ۲۴ تنه نور ټپیان شوی دی

    په هند کی د یوی ترافیکی پیښی له کبله ۱۹ تنه وژل شوی او ۲۴ تنه نور ټپیان شوی دی

    РИА Новости
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 58 0 0

    د هند په شمال کی د اوتار پردیش په ایالت کی دوه تراکټورونه چی یو په بل پسی نښلول شوی وو او هغه خلک په کی سپاره وو، چی غوښتل یی د سپیځلو مذهبی ځایونو څخه ننداره وګړی، د یوی لاری سره ټکر شول. د دغی پیښی په پایله کی ۱۹ تنه وژل شوی او ۲۴ تنه نور ټپیان شوی دی.

    د « ریا نووستی » خبری آژانس د ځایی رسنیو په حواله خبر ورکوی، چی دغه ترافیکی پیښه د Harchandpur کلی ته نژدی د Etah په سیمه کی رامنځ ته شوی ده، د پولیسو د خبر له مخی ویل کیږی، چی په دغو دوو تراکټورونو کی چی یو په بل پسی نښلول شوی وو، د ۱۱ تنو ښځو په شمول،۵۰ تنه په کی سپاره ول. په خبر کی زیاته شوی، په پیښه کی زیانمن شوو خلکو سره د مادی مرستو ژمنه شوی ده.

    د ځایی پولیسو په حواله په دی هکله خبرکی ویل کیږی، چی د لاری موټړچلونکی د پيښی له ځایه تښتیدلی دی او د پیښی په اړه پلټنی روانی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی