په ژوندی پڼه خپرونه
    په ژینوا کی د یمن په هکله خبری پیل شوی

    په ژینوا کی د یمن په هکله خبری پیل شوی

    © AP Photo/ Ronald Zak
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 10201

    د دوشنبی په ورځ د ملګرو ملتونو د سر منشی پان ګی مون په مشری په ژینیوا کی د ملګرو ملتونو په اړونده اداره کی د یمن د بحران د هوارولو په هکله خبری اتری پیل شوی.

    په ژینیوا کی دغو خبرو اترو لپاره د یمن د ډیرو سیاسی کړیو استاځی سویس ته رارسیدلی دی، چی په دوو لویو برخو یی نومولی شو؛ د یمن د پرزول شوی ولسمشر عبد الرب منصور هادی چی اوسمهال سعودی عربستان کی دی، پلویان او د هغه اساسی مخالفین د شعیه « انصار الله » د ډلی استاځی، حوثیان د خپلو متحدینو سره.

    د « ریا نووستی » خبری آژانس په ملګرو ملتونو کی د سرچینی په حواله خبر ورکوی، چی اوسمهال په ژینوا کی د خواوو تر منځ اړیکی ښی نه دی حتی د مخامخ خبرو څخه هم ډډه کوی، د خواوو تر منځ خبری د یمن په چارو کی د ملګرو ملتونو د سر منشی ځانګړی استازی د اسماعیل الشیخ احمد په منځګړیتوب پر مخ ځی.

    په ژینیوا کی د ملګرو ملتونو رسمی استاځی احمد فوځی هم دا منلی، چی خبری مخامخ نه تر سره کیږی خو هیله یی څرګنده کړی، چی حالات ښایی ښه لور ته ولاړ شی. په دی هکله نوموړی زیاته کړه؛ « په پام کی لرو؛ دوی سره یو ځای کړو».

    فوځی د خبرو د اوږدوالی په هکله د څرګندولو ډډه وکړه او ویی ویل ښایی لکه څنګه چی پلان شوی وی، دغه خبری دری ورځی دوام وکړی او یا هم لنډی شی، دا ټول د لومړی ورځی خبرو څرنګوالی پوری تړلی دی.

    په ژینیوا کی د ملګرو ملتونو رسمی استاځی احمد فوځی زیاته کړه؛ « مونږ هیله لرو د دوشنبی په ورځ خبری په شه توګه تر سره شی چی خبری دوام ومومی».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی