په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکا په پام کی لری، چی په وارشاو کی درنی وسلی ځای پر ځای کړی

    امریکا په پام کی لری، چی په وارشاو کی درنی وسلی ځای پر ځای کړی

    © AP Photo/ Michael Sohn
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 103 0 0

    د پولنډ چارواکو دا خبره منلی، چی وارشا د واشنګټن سره په خپل هیواد کی د درنو وسلو د ځای پر ځای کولو په هکله خبری پیل کړی دی. همدی ته ورته خبری د استونیا او لیتوا سره هم روانی دی.

    د  PAP خبری آژانس خبر ورکوی، چی وارشاو د واشنګټن سره د درنو وسلو او پوځی تخنیک د ځای پر ځای کولو په هکله خبری پیل کړی دی؛ د پولنډ د لومړی وزیر مرستیال او د دفاع د چارو وزیر توماش سیمین یانکو په دی هکله زیاته کړه، چی په دی هکله پریکړه به په نژدی راتلونکی کی ونیول شی.

    د پولنډ د لومړی وزیر مرستیال او د دفاع د چارو وزیر توماش سیمین یانکو د  The New York Times په ورځپاڼه کی په دی تړاو د لیکنی په هکله په خپلو خبرو کی وویل؛ چی «مونږ په دی هکله خبری د امریکایانو سره پیل کړی دی، د مای د میاشتی په ۱۲ مه نیټه کله چی زه په واشنګټن کی وم، د امریکا د دفاع د چارو وزیر ایشتون کارتر سره د کتنی پر مهال مونږ په دی هکله خبری وکړی».

    د پولنډ د لومړی وزیر د مرستیال په وینا، « د وسلو ځای پر ځای کول به په پولنډ او سیمه  کی د امریکا د شتون یو بل نوبتی ګام وی»، توماش سیمین یانکو څرګنده کړه، چی « وارشاو د ډیری مودی را په دیخوا په دی هڅو کی وو، چی امریکایی پوځیان په پولنډ او د ناټو په ختیځو سیمو کی شتون ولری».

    د دفاع د چارو د وزارت د رسنیز دفتر استاځی اندرس سانګ وویل، چی ایستونیا، لیتوا او لیتوانیا، ناټو ته وړاندیز کړی، چی په بالتیک سیمه کی خپل پوځی شتون ډیر کړی، نوموړی زیاته کړه؛ تالین غواړی چی امریکایی پوځیان د اوږد مهال لپاره د بالتیک د سیمی په دری واړو هیوادونو کی ځای پر ځای شی. ایستونیا هم د ناټو د پوځیانو د شتون په هکله د خپل نیت څرګندونه کړی ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی