په ژوندی پڼه خپرونه
    په جنوبی کوریا کی د کرونا ویروس له کبله ۱۷ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړی او ۱۵۰ تنه نور په دی ویروس اخته شوی دی

    په جنوبی کوریا کی د کرونا ویروس له کبله ۱۷ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړی او ۱۵۰ تنه نور په دی ویروس اخته شوی دی

    © REUTERS/ Bobby Yip
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 52 0 0

    په جنوبی کوریا کی د (MERS) د کرونا ویروس له کبله دوه تنو نورو هم خپل ژوند د لاسه ورکړ او پنځه تنه نور په دی ویروس اخته شول. د « رینخاپ » خبری آژانس په دی هکله خبر کی زیاتوی چی، ټول ټال ۱۵۰ تنه په دی ویروس اخته شوی دی.

    تر نن ورځ پوری د کرونا ویروس له کبله ۱۷ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی. ۵۲۰۰ تنه د څارنی لاندی نیول شوی دی. د کوچنیانو او ځلمیانو په منځ کی د کرونا ویروس د خپریدو د ګواښ له ګبله ۲۲۰۰ ښوونیزی اداری تړل شوی دی.

    د روغتیا د چارو د وزارت په حواله خبرونو کی ویل کیږی، له دی کبله چی د کرونا په ویروس اخته لومړنی کسان روغتون ته لیږدول شوی وو او په سمه توګه د څارنی چاری سمبال شوی نه وی، په روغتون کی څلور تنه په دی ویروس اخته شوی دی.

    د کرونا په ویروس هغه خلک، چی د وجود مقاومت یی ټیټ وی زر اخته کیدای شی، لکه د شکر په رنځ اخته خلک ، د سګو او د پختورګو په رنځ اخته خلک. د یادونی وړ ده چی د دغه ویروس واکسین لا تر اوسه شتون نه لری.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی