په ژوندی پڼه خپرونه
    روسیه د لومړی ځل لپاره په لی بورژی کی د Su-35 ډوله جټ الوتکی نوی انجن ننداری ته وړاندی کوی

    روسیه د لومړی ځل لپاره په لی بورژی کی د Su-35 ډوله جټ الوتکی نوی انجن ننداری ته وړاندی کوی

    © Sputnik/ Anton Denisov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 188 0 0

    د « روس تخنیک » د دولتی کمپنی استاځی د « ریا نووستی » خبری آژانس ته خبر ورکړی، چی په فرانسه کی د لی بورژی په نړیوال هوایی لوی نندارتون کی « روس تخنیک » د نوو Su-35 ډوله الوتکو چی د څلورم نسل په انجن سمبال شوی دی، ننداری ته وړاندی کوی.

    د « روس تخنیک » د دولتی کمپنی استاځی وویل؛ « د لی بورژی په نړیوال هوایی لوی نندارتون کی مونږ هیله لرو د مسلکی ټولنی لخوا د AL-41F1S انجن ته چی په نوو Su-35 ډوله ډیر موخییزو الوتکو کی ځای پر ځای شوی دی او دغه انجنونه چی د پنځم نسل الوتکو لپاره لاره پرانیزی، د ډیری پاملرنی وړ وګرځی ».

    د « تاس » خبری آژانس خبر ورکوی، چی روسیه هیله لری؛ Su-35 ډوله جټ الوتکی د چین وسله وال پوځ ته ورکړی او په دی هکله تړون لاسلیک کړی.

    د Su-35 ډوله جټ الوتکو ننداره دوه کاله مخکی په فرانسه کی د لی بورژی په نړیوال هوایی نندارتون کی تر سره شوی وه، چی د ډیرو ګډونوالو پام یی ځان ته راوګرځاوه.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی