په ژوندی پڼه خپرونه
    ایرانی هاکرانو د اسرائیلو او د نژدی ختیځ د هیوادونو پر کمپیوتری شبکو بریدونه تر سره کوی

    ایرانی هاکرانو د اسرائیلو او د نژدی ختیځ د هیوادونو پر کمپیوتری شبکو بریدونه تر سره کوی

    © Flickr/ Alejandro Juárez
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5710

    ایرانی هاکرانو د اسرائیلو او د نژدی ختیځ د هیوادونو پر کمپیوتری شبکو سایبیری بریدونه تر سره کړی دی. په دی هکله د ClearSky کمپنی او یو شمیر رسنیو خبر ورکړی دی.

    د ClearSky د کمپنی په رپوټ کی ویل شوی چی د سایبیری هاکرانو له لوری د بدنیت پیل شوی کمپاین د ۲۰۱۴ کال په نیمایی کی پیل شوی وو، خو ځینی ځانګړی بریدونه په ۲۰۱۱ کال کی ثبت شوی وو. په اسرائیلو کی په مجموعی توګه پر ۴۰ موسسو بریدونه شوی دی.

    له اسرائیلو بهر ټول ټال په ۵۰۰ موخو بریدونه شوی چی نیمایی یی په سعودی عربستان کی واقع دی.

    د Times of Israel ورځپاڼی لیکلی چی په دغه هیواد کی جګپوړی پوځیانُ د امنیتی او څیړنیزو موسسو مشورتی کارکوونکی او د علمی موسسو کارکوونکی د دغو بردونو موخه ګرزیدلی دی.

    د نژدی ختیځ په یو شمیر هیوادونو کی چی نومونه یی نه دی افشا شوی، د مالیی پر وزارتونو، په انګلستان کی د قطر سفارت، د ژورنالیستانو او د بشر د حقوق د مدافع سازمانونو د کارکوونکو کمپیوترونه تر بریدونو لاندی راغلی دی

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی