په ژوندی پڼه خپرونه
    کلاشنیکوف نور د امریکا د خرڅلاو په بازار نه دی تړلی

    کلاشنیکوف نور د امریکا د خرڅلاو په بازار نه دی تړلی

    © REUTERS/ Stringer
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 117 0 0

    د «اردو – ۲۰۱۵» پوځی – علمی بین المللی غونډه چی د روسیی د دفاع د وزیر سرګی شویګو په نووښت تنظیم شوی، د جون په ۱۶ نیټه خپل کار پیلوی.

    د «اردو — ۲۰۱۵»  پوځی — علمی بین المللی غونډه چی د روسیی د دفاع د وزیر سرګی شویګو په نووښت تنظیم شوی، د جون په ۱۶ نیټه خپل کار پیلوی. د غونډی په ترځ کی به، چیری چی د روسیی د پوځی ځواکونو د ټولو ډولونو او لیکو استاځی، د هیواد د دفاعی — صنعتی مجتمع او د ۳۲ بهرنیو هیوادونو استاځی برخه اخلی، ټولو مینه والو ته د روسی جنګی تخنیک امکانات وښودل شی، ګردی میزونه او د وسلو نندارتون په جوړ شی.

    د غونډی په درشل کی د کالاشنیکوف د کانسرن چی د نړی د سپکو وسلو ډیر ستر تولیدونکی کانسرن شمیرل کیږی، عمومی رییس الکسی کریواروچکا د «ریا نووستی» خبری اژانس ته خبر ورکړ چی په غونډه کی به له کانسرن څخه ستر نندارتون استاځی توب وکړی. په دی نندارتون کی به نه یوازی د ښکاری او پوځی سپکو وسلو نوی نمونی ، بلکی دلته به پوځی تخنیک چی د پوځی نوو نمونو په واحده مجموعه کی شاملی دی، ننداری ته وړاندی شی.

    د کانسرن د ننداری په غرفه کی به پوځی یونیفورم او تجهیزات او د خاصو ځواکونو دفاعی وسایل ننداری ته وړاندی شی. دلته به همدارنګه د یرغلیز دیسانت ب کا — ۱۰ او ب کا — ۱۶ بیړی چی په ساحلی سیمه کی د عملیاتو د ترسره کولو، د پوځی پرسونل د پلټنی، د دیسانت د پلی کولو، د سمندری غلو او تروریستانو سره د مبارزی لپاره په پام کی نیول شوی، وښودل شی. دا بیړی د خپلو خصوصیاتو له نظره د بهرنیو نمونه سره سمون لری، خو د قیمت له نظره له هغوی څخه ډیری ارزانه دی. زموږ د ZALA Aero اړونده کمپنی سپکی بی پیلوټه الوتکی هم ډیری پرمختللی او ارزانه دی. کنسرن د خپلو محصولاتو د تولیداتو د پراخولو نیت لری.

    د کانسرن عمومی رییس په بهر کی د هغه د فعالیت په هکله وویل، لویدیځو بندیزونو په څرګنده پر کانسرن اغیزه کړی ده. خو کانسرن د هغوی په نتیجه کی ډیر مثبت ټکی تر لاسه کړی دی. موږ نور بازارونه موندلی او په بشپړه توګه یی د امریکایی بازار بدل موندلی دی. اوس کانسرن په سلو کی ۸۰ پوځی وسایل تولیدوی. موږ خپل محصولات د افریقا، نژدی ختیځ، جنوب — ختیځی اسیا او لاتینی امریکی ته صادروو.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی