په ژوندی پڼه خپرونه
    القاعده 

    دعربي ټاپووزمي څانګې د «االقاعده » مشر وژل شوی دي

    © AFP 2017/ Fadi al-Halabi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4 0 0

    مخکې رپوټونه ورکړل شوي وو، چې دعربي ټاپو وزمي د «القاعده» څانګې مشر ناصر ال وحيشي په اغلب ګمان د جمعي په ورځ دامريکا د بې پيلوټه الوتکو په بمبارۍ کې وژل شوی وې.

    د عربي ټاپو وزمې د «القاعده» څانګې ترورستي ډلې هم داخبره تائيد کړی ده، چې د دوی مشر ناصر ال وحيشي په يمن کې وژل شوی دي. دامطلب اسوشيتيد پرس اژانس ور کړی دي.
    .تر دې مخکې د (سي ان ان) ټلويزيوني چينل د يمن د ملي امنيت ارګان د استازي له قوله ويلي وو، چې ال وحيشي شايد د جمعي په ورځ په يمن کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بمبارۍ کې وژل شوی وې. د امريکا داستخباراتي سرچينو په حواله امريکائی مقامات اوس د ال وحيشي د وژل کيدو په اړه اطلاعات کره کوي.
    دسی شنبی په ورځ په انترنيت کې ويدو خپره شوه چې په دغه ويدو کې ښيئ چې ناصرال وحيشي په رښتيانی ډول وژل شوی دي. دعربي ټاپو وزمي د «القاعده» څانګې نوی مشر دده مرستيال قاسم ال رحیمي ټاکل شوی ديږ

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی