په ژوندی پڼه خپرونه
    محمود عباس

    فلسطيني مقاماتو خبرداری ورکړی، چې داسرائيلو او حماس ترمنځ جوړ جاړی نه منئ

    © AP Photo/ Majdi Mohammed
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 64 0 0

    د بين المللي ټولنۍ له خوا د فلسطین دپيژندل شوی دولت، استازی، قیس عبدالکريم د «حماس» اسلامي غورځنګ تورن کړی، چې دغزي پر سر داسرائيلو سره په جلا توګه خبري کوي، او خبرداری ئي ورکړی چې (رام الله) ددوی دګډون پرته هر ډول خبري ردوي.

    په تيرو څو مياشتو کې په رسنيو کې داسي اوازې او ګنګوسي خپري شوي، چې اسرائيل او اسلامپال په داسي يوې مسودي راضي شوي دي چې د ډيرو کلونو دپاره به «اوربند» ټينګيږي، دغزي کلابندي ماتيږي او يا به لږ نرميږي، اوپه بدل کې به دوسله والو کسانو له خوا د توغنديوډزي بند يږي.
    د «فلسطين غږ » رآډيو سره په مرکه کې عبدالکريم وويل چې په دې اړه خبري د المان د بهرنيو چارو وزير په ګډون د بهرنيو هيوادونو دمنځګړوله خواپر مخ ځي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی