په ژوندی پڼه خپرونه
    په سانکت پیطربورګ کی نړیواله اقتصادی لویه غونډه د جون د میاشتی په ۱۸ مه نیټه پیلیږی

    په سانکت پیطربورګ کی نړیواله اقتصادی لویه غونډه د جون د میاشتی په ۱۸ مه نیټه پیلیږی

    © AFP 2016/ Olga Maltseva
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 77 0 0

    د جون د میاشتی د ۱۸ می نيټی څخه تر جون د میاشتی ۲۰ می نيټی پوری په سانکت پیطر بورګ کی د « عمل وخت » تر نامه لاندی اقتصادی لویه نړیواله غونډه جوړیږی.

    نړیواله لویه اقتصادی غونډه چی د ۱۹۹۷ زیږدیز- لمریز کال راپه دیخوا هر کال په سانکت پیطربورګ کی جوړیږی، په نړیواله کچه د اقتصادی او سوداګریزو چارو هغه مهمه ناسته ده، چی هر کال په کی تر ۶۰۰۰ تنو ډیر خلک چی هم د سیاست او د ټولنی د کاری برخو او هم د رسنیو استاځی دی، برخه اخلی.

    د سانکت پیطر بورګ په نړیواله اقتصادی لویه غونډه کی ، په کومه کی چی د نوو اقتصادی زبر ځواکو هیوادونو استاځی راغونډیږی، په پام کی نیول شوی، چی د هغو اقتصادی مهمو او کلییزو مسالو په هکله چی روسیی ته په نړیواله کچه د بازارونو د دوی په برخه کی ورپه غاړه دی،خبری تر سره شی.

    په دغی لویه غونډه کی به د بیلابیلو مسالو د څیړنو لپاره ډیری لیدنی کتنی، ګردی میزونه ، ننداری او کاری ناستی په روسیی او انګلیسی ژبو جوړی شی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی