په ژوندی پڼه خپرونه
    سرګيي شايګو

    دروسيي وسله وال ځواکونه بايد په افغانستان کې دناوړو پيښو پرمختګ ته چمتوالی ولري

    © Sputnik/ Aleksey Nikolskyi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 111 0 0

    دروسيي او د منځني اسيا هيوادونو وسله وال ځواکونه بايد په افغانستان کې د منفي ناوړو پيښو پرمختګ ته چمتوالی ولري. دامطلب دسي شنبي په ورځ د روسيي د دفاع وزير سرګي شايګود خپل قرغزي سيال حبيب الله خدای بيرديف سره په کتنه کې څرګند کړی دي.

    دافغانستان له وضعيت څخه دسيمي ټول هيوادونه نا ارامه دي ، داځکه چې د ۲۰۱۶ کال په پای کې لويديځ متحدين نيت لري له دغه هيواد څخه ځپل عسکر وباسئ. روسيي په ورستيو کلنو کې خپله جنوبي پوله تينګه کړي ده، او د منځني اسيا هيوادونود ملي پوځونو په موډرن کولو کې ئي برخه اخستی ده. او ددې ترڅنګ ئي په پراخه کچه پوځي او قرارګاهي تطبيقات تر سره کوي.
    تر دې مخکې د روسيي د دفاع مرستيال وزير انا تولي انتونوف د ريانووستي اژانس سره په مرکه کې ويلي و، چې نړيواله ټولنه په تيرو ۱۳ کلونو کې ونه توانيدله ، د ملګرو ملتونو دامنيت شورا له خوا چې کوم ماموريت ورکړل شوی وو، هغه عملي کړي. ده زياته کړه چې اوس هم د «طالبانو» له خوا ګواښ موجود دي اوپه افغانستان کې د «اسلامي دولت» د ډلي د جوړولو په اړه هم معلومات شته. ددې ترڅنګ دده په خبره د «القاعده» ترهګره ډله هم د «اسلامي دولت» سره يوځای کيږي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی