په ژوندی پڼه خپرونه
    دروسيي دبرنيو چارو وزارت

    دروسيي دبهرنيو چارو وزارت: امريکاپه جدي توګه دروسيي او ناټو ترمنځ سند ته زيان رسوي

    © Sputnik/ Viktor Tolochko
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 50 0 0

    په ختيځه اروپا کې د ناټو د پلان له مخې د پو ځي وسلو او تجهزاتو د ځای پر ځای کېدو ، او پوځي مانورې تر سره کول، د روسيي او ناټو تر منځ د سند دنقضولو په معنی ده. دامطلب دروسيي دبهرنيو چارو وزارت ورکړی دي.

    داپه داسي حال کې ده چې لويديځ ډير ښه پوهيږي چې د «روسيي ګواښ» دا يوه افسانه او خيالي کيسه ده. چې يواځي دپرو پاګنډي موخو دپاره ترې استفاده کيږي. او واشنګتن غواړي تر دې پلمې لاندې په اروپا کې خپل نفوذ او اغيزټينګ او دوام ورکړي
    دروسيي د بهرنيو چارو وزارت وړاندوينه کوي چې د ناټو په دې ډول اقداماتو، او دهغي پوځي ستراتيژي، د واقعيتونو او اروپايي هيوادونو د ګټو سره په ټکر کې ده.
    ددې ډول اطلاعاتو څخه (دپوځي تسلحياتو دخای پر ځای کیدوپروګرام) جوتيږي، چې امريکا د خپلو انډيوالانو سره په تعاملونو اومنځچارو کې په جدي توګه نيت لري هغه موافقه چې د روسيي او — ناټو ترمنځ په ۱۹۹۷ کال کې لاسليک شوي ده، مخالفت څرګند کړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی