په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیی ولسمشر: په ۲۰۱۵ زیږدیز- لمریز کال کی به د روسیی اټمی وسلی په ۴۰ لری واټن ویشتونکی راکټونو سمبال شی

    د روسیی ولسمشر: په ۲۰۱۵ زیږدیز- لمریز کال کی به د روسیی اټمی وسلی په ۴۰ لری واټن ویشتونکو راکټونو سمبال شی

    © Sputnik/ Ramil Sitdikov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 17410

    د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د « پوځ - ۲۰۱۵ » په نامه د نړیوالی پوځی تخنیکی غوڼدی ( جرګی ) د پرانستلو پر مهال په خپله وینا کی وویل؛ چی په روان کال کی به د روسیی اټمی وسلی په ۴۰ لری واټن ویشتونکو بالیستیکی راکټونو سمبال شی.

    د « ریا نووستی » خبری آژانس د ولسمشر له قوله کاږی؛ « په روان کال کی د روسیی د اټمی وسلو قطعات به د ۴۰ ډیر داسی بالیستیکی  لری واټن ویشتونکی راکټونه تر لاسه کړی، چی د خپلو تخنیکو ځانګړتیاوو له امله د ډیر پرمختللو د دافع هوا سیستمونو تر اغیز نه شی راتلای».

    د روسیی ولسمشر څرګنده کړه، چی د روسیی وسلو ته هر وخت په نړیوال بازار کی اړتیا لیدل کیږی او د بهرنیو هیوادونو لخوا د څو راتلونکو کلونو لپاره د وسلو د جوړولو سپارښتنی لرو، ولسمشر زیاته کړه، روسیه د بهرنیو مشتریانو سره د خبرو لپاره هر وخت چمتو ده. 

    نښی
    ولادیمیر پوتین
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی