په ژوندی پڼه خپرونه
    د سعودی عربستان د دفاع د چارو وزیر ښایی روسیی ته په سفر ولاړ شی

    رسنی: د سعودی عربستان د دفاع د چارو وزیر ښایی روسیی ته په سفر ولاړ شی

    © AFP 2016/ Fayez Nureldine
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 97 0 0

    شاهزاده محمد بن سلمان چی د سعودی عربستان د دفاع د چارو وزیر دی،ښایی په نژدی راتلونکی کی مسکو ته په سفر ولاړ شی او د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتنه وکړی.

    د « کامیرسانت » ورځپاڼی په حواله خبرونو کی ویل کیږی، چی د دغه سفر موخه د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو، چی د سوریی د بحران له کبله زیانمنی شوی دی، رغول دی. شاهزاده ښایی سبا مسکو ته سفر وکړی. شاهزاده به په سانکت پیطر بورګ کی په نړیوالی اقتصادی لویی غونډه کی، جرګه ګی هم ګډون وکړی.

    د روسیی د ولسمشر د دفتر لخوا په خپره شوی خبرپاڼه کی د روسیی د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د سعودی عربستان د دفاع د چارو وزیر شاهزاده محمد بن سلمان سره د کتنی پخلی شوی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی