په ژوندی پڼه خپرونه
    پنتاګون په اروپا کی د درنو وسلو د ساتنی لپاره ځای لټوی

    پنتاګون په اروپا کی د درنو وسلو د ساتنی لپاره ځای لټوی

    © Photo/ David B. Gleason
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 75 0 0

    د امریکا د دفاع د چارو وزارت لاتر اوسه پریکړه نه ده کړی، چی په کوم ځای کی هغه زرهداره وسله وال ځواکونه چی تیر کال اروپا ته لیږل شوی وو، وساتی. په دی هکله خبر په اروپا کی د امریکا د پیاده ځواکونو عمومی قوماندان برید جنرال بن خادژیس ورکړی دی.

    د « تاس » خبری آژانس، په دی هکله په اروپا کی د امریکا د پیاده ځواکونو د عمومی قوماندان په حواله په خبر کی زیاتوی، چی په دی هکله وروستی پریکړه به د امریکا د د دفاع د چارو وزیر لخوا ونیول شی، ښایی ټول پوځی تخنیک په جرمنی کی پاتی شی او د هغو سر تیرو لپاره چی کال په کال د دندی تر سره کولو لپاره راځی، ښایی د دری میاشتنی  وار په پام کی ونیول شی.

    د دی سربیره نوموړی دا هم وویل؛ چی د ختیځی اروپا لکه په پولنډ او نورو هیوادونو کی هم د وسلو د ځای پر ځای کولو په هکله خبری روانی دی. په اروپا کی د امریکا د پیاده ځواکونو عمومی قوماندان برید جنرال بن خادژیس وویل؛ « له دی سره به په دغو هیوادونو کی د چمتوالی چاری ډیری اسانی پرمخ ولاړی شی».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی