په ژوندی پڼه خپرونه
    سليمان دميرل

    د ترکيي پخوانی ولسمشر دميرل ومړ

    © AFP 2016/ TARIK TINAZAY
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 53 0 0

    د ترکيي پخوانی ولسمشر او صدراعظم سليمان دميرل د چهارشنبي په ورځ دانقره په يو روغتون کې د ۹۱ کالو په عمر ومړ.

    د ميرل د زړه ناروغۍ له امله مړ شوی دي. دامطلب د « انادولی» اژانس د Guven Hastanesi روغتون، چې دده درملنه ئي کوله ، له قوله ور کړی دي.
    رپوټونه وائي چې پخوانی ولسمشر د تنفسي عفونت له کبله د مي پر ۱۳ نيټه روغتون ته وليږدول شو. تر يوې مياشتي زياته موده ئي په روغتون کې تيره کړه، ترڅو په تنفسي جهازکې دعفونت ضد درملنه تر لاسه کړي. ده همداشان د زړه ناروغۍ هم درلودل. دسي شنبي په ورځ د ده روغتيائي حالت نور هم خراب شو. او په همدغه شپه ومړ.
    د ميرل د ۱۹۲۴ کال د نوامبر پر لومړۍ نيټه زيږيدلی دي. نوموړي د ترکيي د «انصاف» ګوند د بنسټ ايښودونکې څخه ګڼل کيږي. ده له ۱۹۹۳ څخه تر ۲۰۰۰ کال پوري د هيواد د ولسمشر او پنځه واره د ترکيي د صدراعظم په توګه دنده ترسره کړي ده.

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی