په ژوندی پڼه خپرونه
    لبنان د روسيي څخه په سوريه کې پرښکيلو غاړو د فشار غوښتنه کړی ده

    لبنان د روسيي څخه په سوريه کې پرښکيلو غاړو د فشار غوښتنه کړی ده

    © Sputnik/ Владимир Трефилов
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 49 0 0

    بيروت د مسکو څخه غوښتي دي چې د سورئي پر ولسمشر بشارالاسد او مخالفينو فشار راولي تر څو په سوريه کې کړکيچ ته دحل يوه لار رامنځته شي. دامطلب په روسيي کې د لبنان سفیر شوقی بو ناصر دريانووستي اژانس سره په مرکه کې څرګند کړی دي.

    « موږداسي ګنو چې روسيه کولای سي، دلانجي په دواړو لورو ، په ځانګړۍ توګه د سوريي پر حکومت باندي فشار وارد کړي تر څو يوبل ته امتياز قايل شي.يوبل ته امتياز نه ورکول او نه تيريدنه مسئله نه هواروي»دامطلب سفیر څرګند کړ.
    ديپلومات يادونه وکړه چې دسورئي دلانجې له پيل نه روسيي ددغه کړکيچ د سياسي حل لارې غوښتنه کړی ده، او هر څونه چې دغه لانجه نوره هم اوږديږي(ټول په دې قانع کيږي چې دروسيي دريځ سم وو.).
    ناصر وائي:
    «ددغې لانجې يوه خوا هم نه شي کولای، بريالی شي. دغه جګړه يواځي ويجاړې، د سرو مال زيانونه ،او کړاونه رامنځ ته کوي ـ ماته اوس وويل شول، چې د سورئي د بيا رغاوني د پاره ۳۰۰ مليارد دالرو ته اړتيا ليدل کيږي.او دغه شميره نوره هم زياتيږي. په دغه جګړه کې ملکي کسان وژل کيږي. د مسکو دهڅو په رڼا کې،که چيري ددغه کړکيچ په هواري که هيله او اميد هم موجود وي، دابه ډير دارزښت وړ او ګټور وې»

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی