په ژوندی پڼه خپرونه
    مسکو دپوتین او ټرمپ کتنې ته چمتو دی

    ريابکوف: امريکا او اروپائي اتحاديه د «بريکس » د مهار کولو کړنلارې ته دوام ورکوي

    © Sputnik/ Valery Melnikov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 48 0 0

    دامريکا متحد ايالات او اروپائي اتحاديه د «بريکس» ټولنې مهار کولو ته دوام ورکوي اوددغې ټولنۍ دنوو جوړښتونو شکلي ډول پر جوړولو د لويديځ نيوکې ورځ تربلي زياتيږي.

    دامطلب د روسيي د بهرنيو چارو مرستيال وزير او د بريکس دفعاليتونو په همغږۍ کې دروسيي استازي سرګي ريابکوف څر ګند کړی دي.
    زه منتظر يم چې د «بريکس» د بانک په جوړيدو او د دندې په پيليدو به د لويديځ نيوکي نوري هم زياتي سي. موږ د لويديځ د هغوهځو سره چي د خپلو اقتصادي — مالي انحصاراتو د خوندي کولو په موخه ئي ترسره کوي او دنړۍ پرپیښواغيز شيندي، مخامخ يو. دامطلب ريابکوف څرګند کړی دي.
    .بريکس- دهيوادونو ترمنځ نارسمي اتحاد دي. په دغه ټولنه کې برازيل، روسيه ، هند، چين او جنوبي افريقا جمهوريت هيوادونه ګډون لري. دبريکس دبانګ دجوړلو په اړه موافقه د ۲۰۱۴ کال په جون مياشت کې په برازيل کې لاسليک شوه، دغه بانک به د بريکس او د مخ پر ودې هيوادونو په زيربنائي سکتور کې مالي پانګه اچونه کوي. ريابکوف وائي چې يو شمير هيوادونو علاقه ښودلې چې د «بريکس» د بانک سره يوځای شي. دغه هيوادونه په اسيا، لاتينه امريکا او افريقا کې دي.
    دروسيي دبهرنيو چارومرستيال وزير ريابکوف دبريکس دمهارکولو په اړه دلويديخ دهڅو دعلت په اړه وويل
    .که په ټوليزه توګه ووايو امريکا او اروپائي اتحاديه مرسته نشي ګولای ، دوی ددغو نوو نوښتونو سره دحسادت احساس کوي.
    ريابکوف وائي نړۍ په بنسټزه توګه د پیسو د بين المللي صندوق ، نړيوال بانک، اروپائي پراختيائي بانک د جوړولو وروسته بدلون موندلی دي.
    ددغو نهادونو لوړتيا غوښتنه نوره پای ته رسيدلی ده، دوی پخپله اوس اصلاحاتو ته ضرورت لري، دانه يواځي موږ وايو ، بلکې موږ په دغه استقامت د خپلو همکارانو سره په بريکس کې ګډ کار کوو. او خپل کار ته دوام ورکوو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی