په ژوندی پڼه خپرونه
    Мацуев

    د روسي نامتو پیانو غږوونکې دنیس ماڅویف

    © Sputnik/ Iliya Pitalev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 38 0 0

    د ده په کنسرتونو کي ځلاند او وتلي هنرمندان ګډون کوي .

    د روسیی نامتو پیانو غږوونکې دنیس ماڅویف خپل د زیږیدو څلویښتمه کالیزه لمانځي.کارپوهانو د ده استعداد او د پیانو غږولو مهارت هیښوونکې بولي او په همدې هکله زیاتې تبصرې کوي. دوی وایی چې «ماڅویف» له پیانو سره لکه د ژوندۍ موجود په توګه چلند لری. هغوی په دې نظر دي چې ده د موسیقی د غږ خالصتوب هم له پامه نه غورځوي
    د ماڅویف په اړه د ژورنالیستانو او کره کتونکوبحثونه او تبصرې پایلې نلري. د مثال په توګه په «2007م »کال کې د نیویارک تایمز ورځپاڼه په افسانوی «کارنیګی هال» کې د ده له کنسرت نه وروسته داسې تبصره وکړه:
    هنرمند په دومره مهارت ، ژوره او هیښوونکې توګه پیانو وغږاوه چې اوریدونکو فکر وکړ چې هغوی نشی کولای نور هیڅکله او په هیڅ ځای کې د پیانو داسې ریږدیدونکې غږ واوري.
    ماڅویف د کمپوزیتور« رحمانیوف » اثار په دومره جذابیت او احساس اجرا کوی چې حتا د تجربه لرونکو پروفیسرانو حیرانتیا راپاروي. نامتو موسیقی پیژندونکې « نورمان ـ لبریخت» باور لري چې «ماڅویف» لومړنۍ موسیقی غږوونکې دي چې وکړای شول د کمپوزیتور طرحې او مفکورې ته په اعظمي توګه ورنیږدې شي. په هر حال تر اوسه بل داسې څوک لیدل شوی نه دي.
    د ده ځلاند او وتلې مسلک دپنځه ویشت کلونو په موده کې پراختیا مومي. په 1990 یمو کلونو ماڅویف له خپل کورنۍ سره مسکو ته راغله. په 1998م کال همدلته په مسکو کې د ده په ژوند کې دوې سترې پیښې وشوي.ده د مسکو کانسرواتوریا پایته ورساوه ، او د چایکوفسکي په یولسم نړیوال فستیوال کې هم برۍ تر لاسه کړه. له همدې نه وروسته تر اوسه پیانو غږوونکې ته د نړۍ په ډیرو معتبرو سالونونو او په نړیوالو فستیوالونو کي د کنسرت بلنه ورکول کیږي. د ده په کنسرتونو کې له امریکې متحد ایالتونو او اروپا څخه د د موسیقی مینه وال راټولیږي.
    د ده هنری برخلیک ته زیات کسان د حسرت په سترګه ګوري ، خو« دنیس »په خپله داسې ګڼي چې د ده بریالیتوب یواځې په ده پورې اړه نلري او زیاتوی:
    تر هر څه لومړي دغه بریالیتوب زما د کورنۍ او د پروفیسور «سرګی درونسکې » د مرستې له کبله ماته ور په برخه شوی ده. همدارنګه دا د هغو خلکو د پاملرنې او مینې پایله ده چې دکنسرتونو په تالار کې راټولیږي. زما مقصد روسي اوریدونکې دي چې ډیر پیچلې او له رمزه ډک ذوق لري.د دوی په زړونو کې ځای نیول ډیر ستونځمن کار دي. هنرمند وایی چې زه تل خپل بهرنيو هم مسلاکانو ته سلا ورکوم چې خپل کنسرتونه په روسیه کې زیات کړي.که د روسیی خلک تاسو ومني نو دا به د تا له پاره له یوي سترې ازمویني څخه د تیریدو امکان وي. دی زیاتوی: روسي اوریدونکې په ده کې داسې ځانګړتیاو هم روزلې دې چې حتا په موسیقی پورې اړه نلري.
    له «2004م» کال راهیسې ماڅویف خپل هرکلن« یو کسیز» پروګرامونه مینه والو ته وړاندې کوي. په دغو پروګرامونو کې د موسیقی وتلې او نامتوهنرمندانو او کمپوزیتورانو ګډون کوي. د دوی په ډله کې داسې کسانو لکه د والیری ګیرګییف تر مشری لاندې د ماریینسکي سیمفونی ارکستر ، د نیویارک فیلارمونی ارکستر او الن ګیلبرت ، «ماګی موزیکال »فلورانس او زوبین مت شاملې دي.
    ماڅویف خپل پلرنۍ ښار «ایرکوتسک» هم له پامه نه غورځوي. اوس یوه لس کاله کیږي چې د ده تر مشری لاندې هلته د « بایکال ستورو » په نامه د موسیقی فستیوال جوړیږي. له 2005م کال څخه ده د «کریسندو » د موسیقی فستیوال هنری مدیریت هم پر غاړه لري. همدارنګه دی د مختلفو تلویزیونی پروګرامونو چلوونکې دي.
    خو د جون په 23 مه د کریملین د کنسرتونو په تالار کې د ننداروی هنرونو ستورې به سره یو ځای شي تر څو « ماڅویف» ته د زیږیدو د څلویښتمې کالیزې په ویاړ مبارکی ورکړي. د ځانګړو میلمنو په نوملړبه کې دغو کسانو ته بلنه ورکړای شي: هبلا ګرزماو ، ولادیمیر سپیواکوف ، یوری باشمیت د سینما لوبغاړو ایفګینی میرونوف اوسرګی بیزروکوف د جازموسیقی اتل ایګر بوتمان.
    همدارنګه د « نوی نومونه » د فوند محصلینو به هم په دغه کنسرت کې برخه واخلي.
    بی له شکه د ده ملګرو په دغه شپه کې د هنرمند لپاره یو واقعی جشن به جوړ کړي.
    « ماڅویف» داسې پیانو غږوونکې دې چې کولای شي خپل هر کنسرت په نه هیریدونکې نندارې بدلې کړي.

    نښی
    روسیه
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی