په ژوندی پڼه خپرونه
    نايجريا

    په نايجريا کې په يو بمي چاودنه کې تر ۶۰ زيات کسان وژل شوي دي

    © Flickr/ Kunle Ogunfuyi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 45 0 0

    په نايجريا کې دبم د چاوديدو له کبله، ۶۳ تنه وژل شوي دي. دغه بم د نايجريا په شمال ختيځ کې د «بوکو حرام» په خوشي شوي کمپ کې موندل شوی وو. دامطلب اسوشيتيد پرس اژانس دځائي دفاع ډلې داستازي له قوله ورکړی دي.

    يو عیني شاهد ویلي دي چې د ځاني د فاع ډلې يوه لويه کڅوړه چي په منځ کې ئي فلزي مواد وو، کشف کړه، او دغه کڅوړه ئي د (مانګونو) ښارته يووړله، شاو خوا ډيرو خلکو علاقه پيداکړه چې دغه کڅوړه له نږدي وګوري. وروسته له هغه چې خلک کڅوړي ته چې بم پکښی وو، راټول شول،چاودنه وشوه.
    د«بوکوحرام» ډله د لويديځ ښووني روزني دسيستم سره مخالفه ده او په هيواد کې دشريعت نظام ټينګيدل غواړي. له ۲۰۰۹ کال راهيسي چې دغې ډلې فعاليت پيل کړی دي، ۱۳ زره تنه په ترهګرۍ بريدونو کې وژل شوي ، تر يونيم مليون زيات کسان بې کوره شوي دي چې له هغې جملي ۷۴۳ زره تنه ماشومان دي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی