په ژوندی پڼه خپرونه
    د امر یکا چارلستون ښار په کليسا کې يو تن ډزي کړي او ۹ تنه ئي وژلې دي

    د امر یکا چارلستون ښار په کليسا کې يو تن ډزي کړي او ۹ تنه ئي وژلې دي

    © AP Photo/ David Goldman
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 50 0 0

    دامريکا متحده ايالاتو د چارلستون ښار په کليسا کې. د چهارشنبي په ماښام د (جون ۱۷) يو نامعلوم کس ډزي کړي، چې په پائيله کې ۹ تنه وژل شوي دي. دا مطلب (سی ان ان ) د ښار د پوليسو له قوله ورکړی دي.

    د پوليسو د معلوماتو پر اساس، ډزي د چهارشنبي په ماښام په محلي وخت ۰۰-۲۱ (دمسکو د پنجشنبي د سهار۰۰-۰۴) د افريقائي متديست پادريانو کليسا کې چې د ښار په مرکزي برخه کې موقعيت لري، شوي دي.
    پو ليسو د افريقائي متديست پادريانو کليسا کې ، چې د جنوبي کارولينا ی ، تاريخي ښار چارلستون کې پرته ده د ډزو له امله د ۹ تنو وژل شوو کسانو خبر تائيد کړی دي.
    . امنيتي ارګانونه وائي ، په چارلستون کې ډله يزي وژني د کرکې اونفرت له امله رامنځته کيږي. دا خبره ددغه ښار د پوليسو مشر گرگوری مولن کړی ده. خو دائي ونه ويل چې دغه دشمني قومي اويا هم مذهبي اړخ لري. پو ليس اوس د يو ۲۱ کلن سپين پوستي په لټه کې دي، او وائي چې دغه تن ډير خطر ناک دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی