په ژوندی پڼه خپرونه
    د  ناسا څيړنيز مرکز: زمو ږ په سياره کې د څښلو اوبه کميږي

    د ناسا څيړنيز مرکز: زمو ږ په سياره کې د څښلو اوبه کميږي

    © Flickr/ laszlo-photo
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 46 0 0

    د کلفورنيا پوهنتون سره د (ناسا ) ګډو څيړنو وښودله چې زموږ په سياره کې ترځمکې لاندې د اوبو زيرمي په ډيره بيړه مخ پر کميدو دي. ترځمکې لاندې داوبو د ۳۷ لويو ذخيروله جملي څخه ۱۳ذ خيري وچې شوي دي. خو معلومه نه ده چې پاتې داوبو ذخيري به تر څو پورې دوام وکړي.

    تر ځمکې لاندې د اوبو ذ خيري د څرګندوالی په اړه د ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د ناسا او د کلفورنيا د پوهنتون پوهانو څيړنې وکړي. دوی د ځمکې د جاذبي د قوی په اړه معلومات راغونډ کړل چې د جاذبي دغه قوه ترځمکې لاندې داوبو د مقدار سره ارتباط لري. ترځمکې لاندې داوبو د کچې په اړه معلومه شوه چې د ځمکې د جاذبي په قوه کې هم تغيرات راغلي دي.
    .تر ټولو زيات تر ځمکې لاندې داوبو ذخيري په هغو سيمو کې لږ شوي دي چې ګڼ نفوس لري. زموږ د سيارې نیستمني سيمي، لکه هند ، پاکستان، او د شمالي افريقا هيوادونه دي چې داوبو ذخيري پکې تشي شوي دي. په دغو سيمو کې وضعيت له دې کبله ستونزمن دي چې بديل تر ځمکې لاندې ذخيري نه لري.
    (ناسا) دغه حالت ډيرکړکيچن بولي داځکه چې موږ د ۳۵ فيصده په شاوخوا کې تر ځمکې لاندې اوبو څخه استفاده کوو.« تر حده ډير وګړي د ځمکې لاندې اوبو څخه استفاده کوي او حتی ددې فکر هم نه کوي چې ترځمکې لاندې د اوبو زيرمي يو وخت وچيږي» — په دې اړه پوهان خبرداری ورکوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی