په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتين د سانت پيترزبورګ په انجمن کې خبري کوي او د يونان د لومړۍ وزير سره ليده کاته کوي

    پوتين د سانکت پيترزبورګ په انجمن کې خبري کوي او د يونان د لومړۍ وزير سره ليده کاته کوي

    © Sputnik/ Aleksey Nikolskyi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 55 0 0

    د روسيي ولسمشر ولاد يمير پوتين د جمعي په ورځ د سانکت پيتر بورګ د پلان شوی غونډې په انجمن کې وينا کوي. او وروسته له هغه، ديونان د صدراعظم ، د قرغزستان د ولسمشر او د فرانسي اوايټاليا د پخوانيو صدراعظمانو سره ليده کاته کوي.

    د روسيي د ولسمشر سلاکار يوري اوشاکوف ژور نالستانو ته ويلي دي
    چې د پيترز بورګ په بين المللي اقتصادي غونډه کې د پوتين د وينا اساسي ټکې به په اقتصادي برخه کې وې خو د خبرو اترو په ترځ کې به نړيوال موضوعات هم وڅيړل شي.
    د اوشاکوف په خبره تر وينا وروسته به ، پوتين د يونان د صدراعظم الکسيي څيپراس سره خبري اتري وکړي.« د هغو موافقو دعملي کولو پر سر به خبري وکړي چې څه موده مخکې مسکو ته ديونان د صدراعظم د سفر پر وخت پرې موافقه شوی وه، د دوه اړخيزو سوداګرۍ او اقتصادي بيلابيلو اړخونو ، د ګاز د ليږد په اړه د ګډو زيربنائي پروژو دپلې کيدو بهير، له هغې جملي «ترکي جريان». داخبره اوشاکوف وکړه.
    وروسته له هغه د روسيي ولسمشر پوتين د قرغزستان د ولسمشر الماس بیک آتامبایف سره کتنه او خبري اتري ترسره کوي. پوتين به په اوراسیا اقتصادي اتحاديه کې د قرغزستان د يوځای کيدو پر بهير او ددې ترڅنګ د دواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو په اړه خبري وکړي.
    ددې ترڅنګ په پلان کې ده چې د روسيي ولسمشر به د ايټاليا او فرانسي د پخوانيو صدراعظمانو رومانو پرودی او فرانسوا فیون سره وګورئ دوی به ددوه اړخيزو مناسباتو او داوکراين د کړکيچ په اړه خبري وکړي.
    اوشاکوف وويل چې پوتين به د جمعي په ماښام به دوديزه غونډه کې ديوشمير بهرنيو شرکتونواو دکسب اوکار دانجمنونو د مشرانوسره ليدنه کوي ددغو بهرنيو شرکتونوڅخه د ۵۰ تنو په شاوخوا کې کسان رابلل شوي دي. چې ددوی په منځ کې BP, Total, Societe Generale, PIRELLI کمپنيو مشران ګډون کوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی