په ژوندی پڼه خپرونه
    الماني رسنۍ : پر روسيي باندې بنديزونو اروپائي اتحادئي ته ۱۰۰ مليارد يورو تاوان رسولی دي

    الماني رسنۍ : پر روسيي باندې بنديزونو اروپائي اتحادئي ته ۱۰۰ مليارد يورو تاوان رسولی دي

    © Sputnik/ Владимир Сергеев
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 97 0 0

    د اروپائي اقتصاد پوهانو د ارزونې پر اساس تائيد شوی چې د مسکو پرضد اقتصادې بنديزونو پخپله اروپائي اتحادئي ته تاوان رسولی دي. د ورستيو ارزونو اوڅيړونو دپائلو نه جوتيږي چې ددغو بنديزونو له امله شايد اروپائي اتحادئي ته ۱۰۰ مليارد يورو تاوان اوښتی وې. په سلګونه زره تنه بې روزګاره شوي دي.

    د روسيي پرضد اقتصادي بنديزونه او د مسکو لخوا بالمثله تدبيرونه ، لکه چې مخکې فکر کيده ، تر هغه زيات په لوړه بيه تمام شوي دي. دامطلب الماني ورڅپاڼې (ديولت) د اتريش داقتصادي تحقيقاتې موسسي (Wifo). له قوله ورکړی دي. د پائيلو څخه داسي څرګنديږي، چې اروپا به پر روسيي د بنديزونو له کبله ۱۰۰ مليارد يورو او دوه مليون د کار ځايونه له لاسه ورکړي.
    ددغو څيړنو له مخې ويل کيږي چې د دغو بنديزونو زيات تاوان پخپله المان ته رسيدلی دي چې نيم مليون د کار ځايونه ، او ۲۷ مليارد يورو زيان ور اوښتی دي. که چيري وضعيت په همدي حال پاتې شي دهيواد داقتصاد ګټورور توب د صفر ټګې ته راټټيږي. د اروپائي ا تحادئي نوروهيوادونو ته د بنديز له کبله لږ زيانونه رسيدلي دي.
    د Wifo د ماهرانو داټکل له مخې ايټاليا ته ۲۰۰ زره د کار ځايونه له لاسه ورکوي او ۰،۹ فيصده زيان ورسيږي. فرانسي ته ۰،۵فيصده او ۱۵۰ زره دکارځايونه له لاسه ورکوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی