په ژوندی پڼه خپرونه
    کانګرس

    د امريکا سناتورانو کیف ته د پوځي مرستو لايحه تصويب کړه

    © Sputnik/ Igor Mikhalev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 52 0 0

    دامريکا متحده ايالاتو کانګرس د۲۰۱۶کال په پوځي بودجه کې اصلاحات تصويب کړل. په دغه بود جه کې اوکراين ته پوځي کو مکونو ، هم په پام کې نيول شوي دي. دا مطلب اسو شيتيد پرس اژانس ورکړی دي.

    د بودجي په تصويب کې ۷۱ سناتورانو مثبته او ۲۵ نورو منفي رايه ور کړي ده. د دغه سند نوښتګر د اوهايو د ايالت سناتور راب پورتمن دي. ورځپاڼه زياتوي چې دغه تصويب شوی سند پنتا ګون او د بهرنيو چارو وزارت ته صلاحيت او واک ورکوي، چې اوکراين ته پوځي ګاډې ، د ټانګ ضد وسايل، سپکي وسلې ، لاسي بمونه او بې پيلوټه الوتکې ور کړي.
    په دغه تصويب شوی لايحه کې راغلي دي چې دغه پوځي مرستي کيف ته د دې امکانات برابروي چې د« راتلونکې تيري» پر وړاندې د خپل هيواد د ملي استقلال او د ځمکني بشپړتيا څخه ساتنه وکړي. په دغه تصويب شوی سند کې راغلي چې ددغو پيسو ۲۰ سلنه به په پوځي برخه کې لګول کيږي. ددغې ورځپانې په حواله د دغه سند اصلي نسخه د کانګرس د پوځي کميټي مشر جمهوريت غوښتونکې مک تورنبیري دغوښتني پرا ساس جوړه شوی ده او او کراين ته د۲۰۰ مليون ډالر ورکول شامل دي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی