په ژوندی پڼه خپرونه
    ولادیمیر یوروفسکی

    جګړه او سوله ـ د کمپوزیتور ځیرکي او پوهه

    © Sputnik/ Sergey Pyatakov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7910

    د اوړۍ اوسني کنسرتونه د جګړه او سوله موضوع ته بیله شوی ده .

    د منځ ته راغلې دود له مخې «ولادیمیر یوروفسکی» او د ده تر لارښوونې لاندي د سویتلانوفسکی دولتي سیمفونی ارکستر د جون په میاشت کې د « یوروفسکی دریژیوری او رهبری کوي » تر سر لیک لاندې د اوړی د کنسرتونو لړی وړاندې کوي.
    اوسنی کنسرت د جګړه او سوله موضوع ته بیله شوی ده ، خو دغه کلاسیک اثر دلته یواځې سمبولیکه بڼه لري.
    د اوسنۍ پوهنیزې لړۍ کنسرتونه د مفهوم له مخې ډیر جدی کنسرتونه بلل کیږي او د دویمې نړیوالې جګړې 70 مې کالیزې ته وقف شوی دي. دلته د دغې جګړې د اتلانو او د تاریخ په اړه د دوی د درک او پوهه په اړه خبرې کیږي.
    د یوروفسکي په ذوق د شوروی ، پولند ، المان ، اتریش ، فرانسه ، چکوسلواکیا ، هنګري ، ایتالیا ، او د امریکا د متحدو ایلتونو د شلمې پیړۍ د «۱۹۳۰ تر ۱۹۴۰» مو کلونو د کمپوزیتورانو اثار د کنسرت په پروګرام کې نیول شوی دي.
    د شونبرګ ، شاستوکوویچ ، میسیان باربر ، شولګوف او میاسکوفسکي په اړه نشو ویلای چې د دغو هنرمندانود اثارو نومونه د اعلاناتو په تختو کي لیکل شوی وي. یواځې شاستاکوویچ چې د ده اثار زیات اجرا کیږي.
    د یادولو وړ ده چې یوروفسکي د « ویتولد لیتوفسکي » د لومړنۍ سیمفوني لړۍ پرانیستل.
    کمپوزیتور د دغه اثر لیکنه په ۱۹۴۱م کال پیل او په ۱۹۴۷م کال کې پایته ورساوه. خو د یو کال په تیریدو د دغه اثر په اجرا کیدو کي بندیز ولګول شو او د منتقدانو له خوا د یو رسمی اثر په توګه اعلان شو. په هم هغو کلونو کې داسې تشخیص د هنرمند له پاره د اثر د مرګ حکم درلوده. لس کاله تیر شوه تر څو د «لیتوفسکي » اوانګاردی اثار او ازمایښتونه د اوریدونکو له خوا د اجرا کیدو حق تر لاسه کړه. داسې زیات اثار د یوروفسکی د اوسنۍ کنسرت په پروګرام کې شاملې دي.
    دریژیور د تل په شان خاص او هیښوونکې پروګرام تنظیم کړی دي چې د استندرد له چوکاټو څخه وتلي پروګرام ګڼل کیږي. کمپوزیتور د اوریدونکو له پاره نه یواځې د موسیقی د اوریدلو امکانات پرانیزي ، بلکې داسې امکانات هم چمتو کوي چې د عصر له محدوداتو څخه بهر تاریخي حقایق او د کمپوزیتور پوهه او بصیرت سره پرتله کړي او په دې توګه د کمپوزیتور درک او انګیزه ځانته معلوم ، او د وخت د موسیقی نبض احساس کړي.
    په دغو کنسرتونو کې د موسیقي یو کسیز غږوونکې ، په خاصه توګه پیانو غږوونکې « پولینا اسیتینسکایا او باریس پیتروشانسکي » ویلون غږوونکې«ولادیمیر سپیواکوف » ، د «ګډو اوازونو استادان» په نامه د لیف کانتوروویچ تر لارښوونې لاندې ستره ډله او د «برودین »په نامه څلور کسیزه ډله هم پدغو کنسرتونو کې برخه لري.
    د کنسرت پروګرام په داسې توګه تنظیم شوی چې لومړۍ عادی کنسرتونه او وروسته د «یوروفسکی ـ جمع » په نامه وړه کنسرتونه جوړیږي.
    پدغو وړو کنسرتونو کې ډیر نه انتظار کیدونکې کارونه ، د یوکسیزو غږوونکو د اثارو پیژندنه او د دغو اثارو په اړه بحثونه په پام کې نیول شوی دي.
    له کنسرت نه یې وروسته دریژیور له خپلو هم مسلکانو سره یو ځای د نندارچیانو پوښتنو ته ځوابونه وایي او د موسیقی مینه والو په کافیو او رستورانونو کې د کنسرت په اړه بحثونو ته دوام ورکوې.

    نښی
    روسیه
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی