په ژوندی پڼه خپرونه
    سی ان ان

    د (سی ان ان ) خبريال: پوتين په پيترپورک کې وښودله، چې روسيه ګوښي نه ده

    © AP Photo/ Ric Feld,File
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 61 0 0

    په امريکا متحده ايالاتو او اروپائي هيوادونو کې ويل کيږي، چې روسيه په يوازيتوب او ګوښي توب کې ژوند کوي، خو نن دروسيي ولسمشرولاديمير پوتين وښودله،چې روسيه ګوښي شوي نه ده اوداخبره سمه نه ده کوم چې لويديځ ئي وائي. دامطلب د سی ان ان خبريال ميتيو چانس د خبري سرويس په ماښامني پروګرام کې څرګند کړی دي.

    دژورنالست په خبره د قبرس صدراعظم اليسکس څپرس دسانکت پيتربورګ په نړيواله اقتصادي غونډه کې دخبرو په ترځ کې لويديځ ته «قوي پيغام» ورکړ
    ده وويل چې دروسيي او قبرس ترمنځ د (ترکيي جريان) د جوړلو پروژه دواړو هيوادونو روسيي او قبرس ته ګټور تماميږي. ځوپه مقابل لورې کې بيا لويديځ د روسيي او قبرس ترمنځ د سوداګرۍ قرارداد څخه انيښنه لري.
    چانس وويل چې پوتين د لويديځو مشرانو هغه اوازي او ګنګوسي چې ګواکې روسيه ګوښي شوي ده بي بنياده وبللي.« بايد هيره نه کړو ، چې په واشنګټن او داروپائي هيوادونو په يوشمير پلازمينو کې ويل کيږي،چې پوتين ديواځي توب سره په مقابله کې قرار لري.
    خو ليدل کيږي چې نن دی داروپائي هيوادونو د مشرانو سره يو ځای اوږه پر اوږه ولاړ دي ، کوم چې حتي د ناټو غړي هم دي.. د سانکت پيتر بورګ په اقتصادي نړيواله غونډه کې د نورو هيوادونوله هغې جملې دچين استازي راغلي وو».

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی