په ژوندی پڼه خپرونه
    رسنۍ: « اسلامي دولت» په عراق کې دسني مذهبه قبيلې اويا تنه تښتولي دي

    رسنۍ: « اسلامي دولت» په عراق کې دسني مذهبه قبيلې اويا تنه تښتولي دي

    © AP Photo/
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 52 0 0

    « اسلامي دولت» سخت دريځي ډلې پلويانو دعراق په شمال کې د سني مذهبه قبيلې اويا تنه تښتولې دي. دامطلب دشنبي په ورځ ( پرس ټی وي) د الفرات اژانس له قوله ور کړی دي.

    تښتول شوي کسان د دولان د قبيلي استازي دي، چې د تکريت په لويديځ کې اوسيدل. « اسلامي دولت» وسله والو کسانو د تکريت ښار تير کال ونيو. د يو بل رپوټ له مخې وسله والو کسانو ۲۵ موټرونه هم له ځانه سره وړي دي.
    تښتونکو تر اوسه پورې کومه غوښتنه نه ده وړاندې کړې.او دنيول شوو کسانو په اړه ، چې اوس چيري دي ، معلومات نشته. د يادونې وړ ده چې « اسلامي دولت» مخکې هم څو واره په عراق اوسوريه کې ددوی تر ولکې لاندې سيمو کې قبيلوي مشران تښتولي دي، چې بيا ئي د نيول شوو کسانو د کورنيو څخه د زياتو پيسو په بدل کې د خوشي کولو شرطونه کښيښودل. په ۲۰۱۴ زیږدیز- لمریز کال کی د « اسلامی دولت » پراختیا یوه مهمه نړیواله ستونزه وه ، په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کی د « اسلامی دولت » جنګیالیو د عراق او سوریی ډیری سیمی تر خپلی ولکی راوستی دی ، د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتو د اداری د راپور له مخی ویل کیږی چه ، دغه ډله تر ۳۰ زرو تنو پوری وسله وال لری او په نیول شوو سیمو کی د خپل حکومت د « خلافت » اعلان کړی دی. د « اسلامی دولت » پر ضد د مبارزی متحده جبهه نشته ، د عراق او سوریی د دولتونو وسله وال پوځ د یادی ډلی پرضد جنګیږی ، د امریکا په مشری د نړیوال ایتلاف ځواکونه یواځی هوایی بمباری کوی ، د عراق او د سوریی کوردان هم په کی برخه لری. د دغو جګړو په اوږدو کی په زرګونو تنه ولسی وګړی له مینځه تللی ، په سلکونو زره تنه کډوال شوی او ډیر نور هم د « اسلامی دولت » ډلی لخوا یرغمل نیول شوی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی