په ژوندی پڼه خپرونه
    جرمنی د روسیی پرضد د اټمی راکټونو د ځای پر ځای کولو د پلان غندنه کوی

    رسنی: جرمنی د روسیی پرضد د اټمی راکټونو د ځای پر ځای کولو د پلان غندنه کوی

    © REUTERS/ Hannibal Hanschke
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 12320

    د جرمنی خلک په خپل هیواد کی د امریکایی اټمی راکټونو د ځای پر ځای کولو مخالف دی، د جرمنی رسنی په دی هکله کاږی، چی له دی سره د خلکو د مخالفت کچه ورځ تر بلی ډیریږی او اروپایان سړی جګړی ته د ستنیدو په هکله خبری کوی.

    د Der Spiegel رسنی په دی هکله لیکی، چی ډیری لږی سیاسی پیښی شته چی د حرمنی خلک لاریونونه ته هڅوی، خو د وسلو د نوو سیالیو له کبله خلک ډیر اندیښمن دی. خبریالان خبر ورکوی، چی د جرمنی د ښارونو په مرکزی کوڅو کی ښایی د ۳۵ کاله مخکینی پیښی بیا تکرار شی. هغه مهال تر ۳۰۰ زرو تنو پوری خلکو په جرمنی کی په لاریونو کی د ناټو د هغی پریکړی پر ضد چی له مخی په لویدیځه اروپا کی د منځنی واټن ویشتونکی راکټونه ځای پر ځای کیدل، برخه اخستی وه.

    اوسمهال امریکا د روسیی د منځنی واټن  Р-500 ډوله راکټونو او د РС-26 ډوله بالستیکی راکټونو د آزمایښت له کبله اندیښمنه ده او له همدی کبله واشنګټن اعلان وکړ، چی په پام کی لری په اروپا کی ځپل راکټونه ځای پر ځای کړی.

    Der Spiegel رسنی کاږی، چی په برلین کی له دی کبله چی امریکایان غواړی په جرمنی کی د روسیی د یرغل څخه د ختیځی اروپا او د بالتیک د سیمی هیوادونو د ساتنی په نامه درنی وسلی او پوځی ځواکونه ځای پر ځای کړی او له دی امله چی د روسیی او امریکا تر منځ په سیالیو کی جرمنی د وسلو په ستراتيزيک ډګر بدل شی، اندیشنی موجودی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی