په ژوندی پڼه خپرونه
    ممنوعه سپورت

    ممنوعه سپورت

    © Sputnik/ Alexander Vilf
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 16210

    د مسلمانې پیغلې له پاره سپورتی کالي

    د جمناستیک لوبغاړې مسلمانې پیغلې ته دا مناسبه نه ده چې د سپورت په عنعنوی منل شوو کالیو کې د سپورټ په ډګر کې راښکاره شي. هغوی باید داسې سپورتی کالۍ واغونډی چې د اسلام او شریعت له اصولو او اساساتو سره برابره وي.
    دغه اعلامیه د مالیزیا د «پیراک » د ایالت موفتي شیخ هاریسانی ذکریا د العربیه د تلویزیونی چینل په یوه خپرونه کې څرګنده کړه.
    دغه مسله دومره ساده هم نه ده چې په لومړي نظر ښکاري. د بیخطرتوب د نورمونو په پام کې نیولو سربیره د سپورت لوبغاړو باید هغه خاصې غوښتنې هم په نظر کي ونیسی چې د دوی په مخه کې ایښودل شوی دي.
    له بلې خوا مسلمانې پیغلې د دې حق نلري چې له څیره او لاسونوپرته د خپل بدن نور غړې خلکو ته وښًي.یا په بله ژبه مسلمانې پیغلي د سپورت کولو په خپلو تجهیزاتو کې باید حجاب هم ورزیاتې کړي.
    په واقیعت کې دا ډیره جدی خبره ده چې د حل لاری یې نه لیدل کیږي. د مالیزیا موفتی په څه دلیل دغه خبره پورته کړه ؟
    خبره دا و چې ډیر زیات شمیر مسلمانان مالیزیایی جمناستک لوبغاړې پیغلې «فرح ان عبدلهادی» چې په سینګاپور کې د جنوب ختیځې اسیا په لوبو کې د شپږو مډالونو پر کټلو بریالۍ شوی وه تر انتقادونو لاندې ونیول. د سیالیو په وخت کې د دا کالۍ د زیاتو کسانود نارضایتی سبب شو.
    واضح خبره ده، که دغه پیغله د شریعت له اساساتو سره سم سپورتي کالۍ اغوستلې وای نو هیڅکله به دغه شورماشور هم نه پورته کیده. خو دا هم باید په نظر کې ونیول شي چې هغه وخت به له امکان څخه لیرې وه چې دغه پیغله وکولای شي یوه مډال هم وګټي.
    که دغه بحث همدغسې نور هم دوام ومومي او د وخت په تیریدو په کوم بل هیواد کې بیا پورته شي نو هغه وخت به د اسلامی نړي سپورت له ډیر جدی انتخاب سره مخامخ شي. دوی باید یا به پخپلو قوانینوکې ژوند وکړي او د تل له پاره د سپورتي بریاوو په هکله هرڅه له یاده وباسي ، او یا یې هم خپلو لوبغاړو ته اجازه ورکړي چې د سپورت په منل شوو کالیوکې په سیالیو کېګډون وکړي.
    خو رښتیا دا ده چې سپورتي معاصر کالۍ کله کله حتی د نارینه و له پاره هم د مجاز له سرحده تیریږي.

    نښی
    روسیه
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی