په ژوندی پڼه خپرونه
    « تور او ضعیف »: د اسراییل د کورنیو چارو د وزیر ښځی بارک اوباما په دی ډول د کوفی سره پر تله کړ

    «تور او ضعیف»: د اسراییل د کورنیو چارو د وزیر ښځی بارک اوباما په دی ډول د کوفی سره پر تله کړ

    © AP Photo/ Jacquelyn Martin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 130 0 0

    د اسراییل د کورنیو چارو د وزیر ښځه او د تلویزیون ویانده جولی مازیس د هغی ټوکی له کبله چی د تویتر په خپله پاڼه کی بارک اوباما د توری او ضیفه کوفی سره پر تله کړی وو، تر نیوکو لاندی راغلی ده.

    په دغه خبر کی چی د مازیس په تویتر پاڼی کی د جون د میاشتی په ۲۱ مه نیټه خپور شوی وو، بارک اوباما د توری او ضیفه کوفی سره پر تله شوی وو او د خپریدو د لومړنیو شننو وروسته مازیس دغه خبر د خپلی پاڼی لری کړ او د امریکا د ولسمشر بارک اوباما څخه یی بښنه وغوښته. د اینترنیټ په کرښه ډیرو کتونکو په دغی ټوکه کی نژادی څرک لیدلی او ښکاره شوه، چی مازیس پخوا هم ډیر دا ډول خبرونه خپاره کړی دی.

    د اینترنیت په کرښه له دی کبله ډیرو خپلی اندیښنی څرګندی کړی، او ویلی دی چی مازیس لپاره دا ډول څرګندونی د شرم وړ دی، خينو دا څرګندونی له حده ډیری سختی او بیا خينو نورو د مازیس دغه خبره بی تکتیکه، خرابه او احمقانه توکه بللی ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی