په ژوندی پڼه خپرونه
    پاکستان

    په اسيا کې د سختي ګرمۍ له کبله ، يواخي په پاکستان کې ۵۷۰ تنه وژل شوي دي

    © AFP 2016/ Asif Hassan
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 46 0 0

    په اسيا کې د سختي ګرمۍ له امله د وژل شوو کسانو شمير زياتيږي. د جون د ۲۳ سهار د راپورونو له مخې په پاکستان کې دسختي ګرمۍ له کبله ۵۷۲ تنه وژل شوي دي.

    پاکستانې رسنۍ خبر ورکوي. چې په کراچي کې د تودوخې لوړه درجه د سانتي ګراد په حساب ۴۵ درجو ته رسيدلې ده.
    دپاکستان د هواپيژندنې اداره وائي چې د سخت اورښت امکان شته. خو په راتلونکې اونۍ کې  بيا د وچې او ګرمۍ څپي وړاندوينه کيږي.
    . ويل کيږي چې په جاپان کې هم د لوړي تودوخې له امله يو شمير کسان وژل شوي دي. د جون د ۲۳ نيټي د معلوماتو پر اساس د تودوخي ګرمۍ څپی له امله دوه تنه وژل شوي او تر ۶۷۰ تنه نور طبي مرستو ته اړ شوي دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی