په ژوندی پڼه خپرونه
    د اوکراین پخوانی ولسمشر یانوکویچ

    بی بی سی د اوکراین د پخوانی ولسمشر یانوکویچ سره د مرکی هغه برخه غوڅه کړی، چی په کی ویل شوی وو، د کریمیا ۹۶ سلنه خلکو د روسیی سره د یوځای کیدو په پلوی خپلی رایی ګارولی دی

    © Sputnik/ Grigorij Vasilenko
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 125 0 0

    د اوکراین پخوانی ولسمشر ویکتور یانوکویچ په اوکراین کی د حالاتو په تړاو د بی بی سی سره مرکه کړی ده، د مرکی وروسته د دغی مرکی څخه هغه معلومات چی په کی ویکتور یانوکویچ ویلی وو، چی د کریمیا د ۲ ملیونو وګړو څخه ۹۶ سلنه خلکو د اوکراین څخه د وتلو غوښتنه کړی وه، ورک شوی دی.

    د اوکراین پرزول شوی ولسمشر ویکتور یانوکویچ د دولتی کودتاه وروسته د لومړی ځل لپاره د لویدیځ رسنیو سره مرکه کړی ده. د بریتانیا د بی بی سی رسنیزی کمپنی خبریال ګبرییل ګیګهاوس سره په دغی مرکه کی د کیف په میدان کی د پیښو ، په دی هکله چی څنګه کریمیا د روسیی سره یو ځای شوه او په دانباس کی د پیښو په هکله خپلی څرګندونی کړی دی. په دی مرکه کی ویکتور یانوکویچ د روسیی د ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه له دی امله چی د ده ژوند یی ژغورلی دی، مننه وکړه.

    یانوکویچ په امریکا او اروپایی ټولنی غږ وکړ، چی د کیف چارواکی د خپلواکی غوښتونکو رهبرانو سره مخامخ خبرو ته کینوی. « او نن د امریکا متحده ایلات او بریتانیا چی په کیف ځانکړی اغیز لری، باید کیف دی ته اړ باسی چی د دانباس استاځو سره خبرو ته کینی او د مینسک هوکړه لیکونه ومنی».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی