په ژوندی پڼه خپرونه
    موزیم

    د «انتر موزیم ـ 2015» په نامه د موزیمونو نړیوال فستیوال

    © Sputnik/ Zuhal Sarhad
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4510

    په دغه فستیوال کې د روسیي او د بهرنیو هیوادونو « 232 »موزیمي پروژې وړاندې شوی .

    په دري لوریزه فضا کې ورننوتل ، د ال ګرکو په انځورونوکي لاس وهل ، له تر لاس لاندې موادو څخه د هنری شاهکارونو جوړول: دغه او زیات شمیر نور داسې کارونه د« انترموزیم » په نامه د موزیمونو په نړیوال فستیوال کي چې په دې وروستیو کې په مسکو کې پای ته ورسید ،نندارې ته وړاندې شول.
    دغه فستیوال د روسيی په پلازمینه کې د 17م ځل لپاره جوړ شوی و چې په هغه کې د روسیي او د بهرنیو هیوادونو « 232 »موزیمي پروژې وړاندې شوی.
    په 1999 م کال کې د مسلکې کارپوهانو د معاشرت د یوه اړین ډګر په توګه د انترموزیم د جوړولو مفکوره رامنځته شوه.اوس هم دغه فستیوال د یوې بی سارې پروژې په توګه ارزښت لري. د دغه فستیوال په چوکاټ کې سیالیو په ګروپونه ویشل شوی و.د مثال په توګه د موزیمونو تر ټولو ښه پروژه او یا د موزیمونو او سیاحتې چارو ګډه پروژه.
    دغه فستیوال د روسیي او د بهرنیو هیوادونو د معتبرو موزیمونو د کارکوونکو د بحثونو ډګر دي. « انترموزیم » یا نړیوال موزیم د موزیمونو ګډه پروژه ده چې په دغه کال کې « د موزیمونو پرمختګ ـ د سیمې پرمختګ » تر سر لیک لاندې جوړ شوی و. د روسیی دکلتور وزیر «ولادیمیر میدینسکی » دغه اړیکه منطقی بولي او زیاتوې:
    د «انترموزیم ـ 2015 »موضوع په تصادفی توګه نه ده غوره شوي. مونږ باور لرو چې د روسیي د ښارونو او سیمو کلتوري څیرې د موزیمونو له لارې خلکو ته ښودل کیږي.
    موزیمونه د خلکو د ذهن د روښانولو او د هغوی د جذبولو ځای دي. حتا بهرنیو توریستانو ته هم د روسیی موزیمونه همدغسې مقام لري.
    په اوسنی کال کې د فستیوال بڼه تر ډیره حده بدل شوی وه. د مثال په توګه د نمایشی اثارو د ځای پر ځای کولو اصول بدل شوی وو، او موزیم په ګروپونو: تاریخی ، هنری ، ادبی ، علمی — تخنیکی او د موسیقی موزیم په څانګو ویشل شوی وو. د لومړی ځل له پاره په دغه فستیوال کې خصوصی موزیمونو هم په فعاله توګه برخه واخیستله.
    ډیر په زړه پورې کلتوري پروګرام هم د دغه فستیوال ملګرتیا کوله. نوی راوویستل شوی «غږیږ رهنما »د فستیوال د ټولو ورتلونکو پاملرنه راجلب کړه. د دغي «وګړنیزې غږیږې رهنما » په مرسته سړی کولای شي چې نه یواځې له موزیمی اثارو سره پیژندګلوی پیدا کړي ، بلکي له فستیوال نه وروسته په کور کې د انترنیټ په مرسته یو ځل بیا خپل په زړه پورې اثار وویني.
    د دغه کار د ترسره کولو په موخه باید ځانګړې الکترونی ټکټ راونیول شي. دغه ټکټ داسې کلۍ ده چې سړی ته د موزیمونو په فضا کې د چکر وهلو لاره پرانیزي.
    هغه څه چې په نوی تکنالوژی اړه لرله د « تخنو موزیم » په نامه په خاصه پروژه کې متمرکز شوی وه. دغه برخه تر هرڅه لومړی د موزیم د کارکوونکو له پاره په پام کې نیول شوی و. په معمول ډول دلته امنیتی رنګارنګ سیستمونه او د اور وژلو بی خطر سامان الات نندارې ته وړاندې شول.په خاصه توګه په وروستی فستیوال کې ډول ډول مولټی میدیایی تخنیک وښودل شو.
    د مثال په توګه هغه «هوښیار ویترینونو » یادولی شو چې د یوي تړلې شفافې ښیښې په توګه جوړ شوی دي. دغي ښیښې په عین وخت کې د نندارې د پردې رول لوبوي چې په هغه کې د اثارو د نندارې په هکله معلومات ورکول ل کیږي. همدارنګه په دغه نمایشی پرده کې د اثاو متحرکې ټوټې هم نندارې ته وړاندې کیږي.
    المان هم په دغه فستیوال کې یو ډیر په زړه پورې شۍ وړاندې کړ. دا داسې مقناطیسی چوکاټونه دي چې د مسطح شیانو له پاره چې تر لس ملی متره ضخامت ولري جوړ شوی دي. دغه چوکاټونه کولای شي چې د درې میاشتې په اوږدو کې د شیانو لازم تودوخه او رطوبت وساتي.
    ټولو ته روښانه ده چې معمولا د موزیمونو په لاندني پوړونو کې زړې صنعتي فابریکې موقیعت لری. دغه چوکاټونه په دې اړینې دي چې حتا ډیر قیمتی اثار هم کیدای شي په هغو کې په فستیوالونو کې ننداری ته وړاندي شي.
    د پتربورګ د ایرمیتاژ رییس «میخاییل پیاتروفسکي » وویل: ښه به دا وی چې هم د ساتلو او هم د پرمختګ په موخه نوی تخنیک د نړۍ په موزیمونو کې په کار واچول شي.
    زه فکر کوم چې د موزیمونو او سیمو موضوعاتو په ننۍ فستیوال کې په تصادفی توګه غوره شوی نه دي. کله چې مونږ وایو سیمې یا ساحه ، خبره د بشپړ هیواد پر سر مطرح ده. څرګنده خبره ده چې هیوادونه په خپلو پیژند پاڼو « معبدونه او موزیمونه » مشخص کیږي. دا هغې ټکۍ دي چې په هغه کې معنوی او ملی پوهه نغښتي ده
    د هیوادونو خلک او اقتصاد کیدای شي چې بدلون ومومي ، خو موزیمونه او معبدونه باید له تعرضاتو څخه خوندي وساتل شي ، ځکه چې په هغو کې د هیواد نوم ساتل کیږي.

    نښی
    روسیه
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی