په ژوندی پڼه خپرونه
    د«کاسپیرسکی» نوی انتی ویروس په وړیا توګه د سولګر ساتنه کوی

    د امريکا او انګلستان د ملي امنيت سرويسونو هڅه کوله ،چې د کسپرسکی پروګرام هاک کړي

    © Sputnik/ Sergey Guneev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 56 0 0

    د امريکا متحده ايالاتو او انګلستان د ملي امنيت ارګانونو هڅه کوله، چې د ځينو کمپنيو پوستکالي د «ويروس ضد» پروګرامونه هک کړي تر څو بيا دوي پخپله ترې ګټه پورته کړي. دهاکرانو د حملي يو پروګرام هم د روسيي کمپنۍ کسپرسکي پوستکالي ويروس ضد پروګرام دي. هاکرانو غوښتل د کسپرسکي ويروس ضد پروګرام مات کړي او ددغه کمپنۍ دمشتريانو معلومات ترلاسه کړي

    د امريکا متحده ايالاتود ملي امنيت اژانس اود برتانيا ددولتي اطلاعاتو مرکز په ګډه د کسپرسکې پو ستکالي ويروس ضعيف ټکې مطالعه کړل او وروسته ئي کوښښ وکړ هغه هک کړي. خو د The Intercept درپوټ پر اساس دغه اطلاعات دامريکا دملي امنيت د پخواني مامور ادوارد سنودن له خوا افشا او لاسرسۍ ورته پيدا شو. ددې ترڅنک دوی غوښتلF-Secure فنلاندی د Avast چکي اود DrWeb او تر ۲۰ زيات نورې کمپنيو پروګرامونه هک کړي د امريکا متحده ايالاتو دملي امنيت اژانس د پوستکالي ويروس ضد پروګرام او د کسپرسکي ترمنځ اړيکې څيړلې او وتوانيدل دکارونکو يو شمير اطلاعات چې دشبکې په دننه کې تبادله کيدل او ددې ترڅنګ الکترونيکې ليکونه پواسطه معلومات ترلاسه کړي او وروسته بيا په هاکرۍ فعاليتونو کې ترې ګټه واخلي.
    دامريکا د ملي امنيت اژانس او د برتانيا د دولتي اطلاعاتو مامورينو هڅه کوله د کسپرسکي د پوستکالي ويروس پروګرام هک کړي او ددغه پروګرام فعاليت اوکار مطالعه کړي تر څو نا قانونه فعاليت يي کشف نه شي ځکه دغه پوستکالی دوی ته ډير مهم وو.
    د امريکا متحده ايالاتو د (سی ای ای) پخواني مامور ا سنودن چې ددعه هيواد ملي امنيت اژانس ته ئي هم کار کاوه د۲۰۱۳ کال د جون په مياشت کې يو شمير محرم اسناد د امريکا اوبرتانيا داطلاعاتي سرويسونوپروګرام چې د انترنيتي جاسوسي په اړه وه ،(واشنګټن پست) او (ګارړين) ته ورکړل چې په ټوله نړۍ کې ئي لويه عوغا راپورته کړه.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی