په ژوندی پڼه خپرونه
    د پنتګون مشر: امریکایان چمتو دی، ۲۵۰ زرهداره تخنیک په اروپا کی ځای پر ځای کړی

    د پنتګون مشر: امریکایان چمتو دی، ۲۵۰ زرهداره تخنیک په اروپا کی ځای پر ځای کړی

    © REUTERS/ Ints Kalnins
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 75 0 0

    د امریکا متحده ایلات چمتو دی، د اروپا په اوو هیوادونو کی ۲۵۰ زرهداره تخنیک ځای پر ځای کړی. د سی شنبی په ورځ د پنتاګون مشر ایشتون کارتر چی تالین ته په سفر راغلی دی، په دی هکله څرګندونی کړی دی.

    کارتیر په یوه خبریزه ناسته کی چی په تالین کی جوړه شوی وه وویل: « په لومړیو کی د امریکا متحده ایالات د اروپا په اوو هیوادونو کی ۲۵۰ ټانکونه، زره پوښونه او نور پوځی تخنیک ځای پر ځای کوی، د ټولی او یا هم د کنډک په کچه پوځی قطعی به په لومړی ګام کی په بلغاریا، ایستونیا، لیتوا، لاتویا، پولنډ، رومانیا او جرمنی کی ځای پر ځای کړو».

    په ناټو کی د امریکا د متحده ایالاتو سفیر دوګلاس لیوت په دی تړاو زیاته کړه: « مونږ په دی اند یو؛ چی د ښو او اغیزمنو ښونو تر سره کیدو له نطره چی د ټولو نړیوالو تړونو په ځانګړی توګه د ناټو او روسیی د تړون سره ډډه لګوی، باید دی وکتل شی».

    په دی هکله نوموړی زیاته کړه، چی په اروپایی هیوادونو کی به دغه پوځی تخنیک به له سرتیرو، پوځی پرسونل پرته ځای پر ځای شی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی