په ژوندی پڼه خپرونه
    «اسلامي دولت» د خپل ځان د پاره د سرو زرو سکه را باسي

    «اسلامي دولت» د خپل ځان د پاره د سرو زرو سکه را باسي

    Twitter / TelegraphNews
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 80 0 0

    د «اسلامي دولت » سخت دريځه ډله د ځپل ځان د پاره د سروزرو سکه راباسي دامطلب د «تلګراف» ورځپاڼي ورکړي دي

    . ددغې سکې انځور د يو فعال کس له خوا، چې د «اسلامي دولت» مخالف او د سورئي په نيول شوي ښار «رقا» کې ژوند کوي د ټويټر په مایکروبلاگ کې خپور شوی دي. ورځپاڼه وائي په دغه سکه کې ليکنه هم تر سترګو کيږي چې د دې ښکارندوئي کوي چې دغه د سروزرو سکه په «اسلامي دولت» پورې اړه لري. ددې تر څنګ ويل کيږي چې ددغې سکې بيه ۱۳۹ امريکائي ډالرو سره برابره ده.
    د «اسلامي دولت» ترهګرۍ سازمان چې په عراق اوسوريه کې ئي په نيول شوو سيمو کې د «خلافت» اعلان کړي دي، دتيرکال د نوامبر په مياشت کې اعلان وکړ چې دسروزرو ، سپينو زرو، او مسو څخه ځانته سکې جوړوي. دوی ويلي دي چې په دی کار سر غواړي دامريکا متحده ايالاتو د «ظالمانه مالي سيستم » څخه ازاد سي داسي ويل کيږي چې اسلامي دولت به اوه دول سکې چې هريو ځانته خپل ارزښت لري راوباسي. په دغو سکو کې به دوه د سروزرو ، درې دسپينو زرو، او دوه نور دمسو څخه وې.

    نښی
    اسلامی دولت
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی