په ژوندی پڼه خپرونه
    روسي پوهان غواړی «د سپوږمۍ دسيسه» وڅیړی

    روسي پوهان غواړی «د سپوږمۍ دسيسه» وڅیړی

    © Photo/ ESA/Foster + Partners
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 159 0 0

    د روسي انجنيرانو یوه ډله غواړی یو سپوږمکۍ جوړه کړی او د سپوږمۍ مدار ته یی واستوی تر څو هغه نښۍ چې د فضانوردانو او د هغوی نقلیه وسایلو د سپوږمۍ په سطحي کې پاتی شوی ومومی.

    ددی پروژې طراحان غواړی «د سپوږمۍ دسيسه» وڅیړی او دی دسيسی ته د پای ټکی کیږدی.

    «د سپوږمۍ دسيسه» — د هغی توطئې تيوري ده چې اصله مفکوره يي داسی ده: د امریکا د فضای پروګرام «اپولون» په ترڅ کې امریکایی فضانوردان په سپوږمۍ کې نه وو کښته شوی او ددی پروګرام انځورونه، ویډیو او نور اسناد جعلی دی.

    اتکل کیږی د یادی شوی سپوږمکۍ ماموریت به په ۲۰۲۰ کال کې پیل شی. د پروژې د تطبیق لپاره لږترلږه ۲۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا شته.

    ددی پروژې یو تن طراح ويتالي ایګوروف سپوتنیک خبری آژانس ته وویل چې، د نوموړی پروژې اصلی موخه دا ده چې «د سپوږمۍ دسيسه» وڅیړی.

    نوموړی زیاته کړه:  «زه پوهیږم چې زموږ ددی څیړنی پایله به زیاتو کسانو ته د قناعت وړ نه وی، خو ددی کار په کولو به زه لږ تر لږه د سپوږمۍ په مطالعې کې مرسته وکړم. زموږ پوروژه تر اوسه بشپړه شوی نده، موږ بيړه نه لرو. خو موږ پدی پوهیږو که چېرې اوس هڅه ونکړو نو په ۲۰۲۰ کال کي به سپوږمکۍ چمتو نشی.»

    اړیکه ټینګوونکی:

    سپوږمۍ په دې نوم، چې د څو سیارو نه جوړه شوې ده، یاده شوه
    يو وخت سپوږمۍ پر اوبو مشبوع وه
    سپوږمۍ ته به لومړۍ روسی په 2031 کال کې ولاړ شي
    روسیه به سپوږمۍ د ژوند وړ کړي
    ناسا غواړي د سپوږمۍ په مدار کی د فضا د څیړنو لپاره ستیشن جوړ کړي
    ناسا په پام کې لري چې تر 2023 کال پورې د سپوږمۍ په مدار کې نوی فضائي سټيشن جوړ کړي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی