په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیې د یوه سیاستپوه نظر: پولنډ، چېک جمهوریت او هنګري په ناټو کې ښه ژوند پیدا کړ، خو د ډېر وخت لپاره نه

    د روسیې د یوه سیاستپوه نظر: پولنډ، چېک جمهوریت او هنګري په ناټو کې ښه ژوند پیدا کړ، خو د ډېر وخت لپاره نه

    © AP Photo/ Virginia Mayo
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5320

    پولنډ، چېک جمهوریت او هنګري ۱۸ کاله پخوا د ۱۹۹۹ کال د مارچ پر ۱۸-مه د شمالي اتلانتیک ټلوالې (ناټو) د غړو هېوادونو په توګه په رسمي ډول اعلان شول. دا د پخواني وارسا تړون لومړني هېوادونه وو، چې د ناټو په لیکو کې ومنل شول.

    ډېری کارپوهانو دا خبره کوله، چې له ناټو سره د دغو هېوادونو د یوځای کېدا بهیر ډېر بېړه نی وو. د ساري په توګه له نوو غړو هېوادونو څخه د دې غوښتنه نه کېده، چې د خپلو وسله والو ځواکونو په جوړښت کې دې په ناټو کې له منل شوو آرونو سره سم بدلونونه راولي. د ناټو لپاره دا ډېره مهمه وه، چې د ټلوالې «لومړنۍ پراختیا» ډېره ګړندۍ عملي شي. او د امریکا متحدو ایالتونو لپاره خو، دغه پېښه په «سړه جګړه» کې د بري ګټونکي مقام د کلکولو سمبول هم شو.

    د شمالي اتلانتیک ټلواله (ناټو) د ۱۹۴۹ کال د اپریل پر ۴ په امریکا متحدو ایالتونو کې جوړه شوه، او اساسي موخه یې «له شوروي اغېزه د اروپا ساتل» اعلان شول. ټولو لوریو ژمنه وکړه، چې که د ټلوالي پر هر غړي برید وشي، ټول به یې په ګډه دفاع کوي.

    د جیوپولیتیک په مسألو کې د یو کارپوه، د روسیې د طبیعي پوهنو د اکاډیمۍ د مرستیال غړي کانستانتین سوکولوف له خولې پولنډ، چېک جمهوریت او هنګري له ناټو سره د یوځای کېدا په بدل کې مادي ګټه تر لاسه کړه. دی په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي:

    «دغو هېوادونو د «لومړي خاین» حق تر لاسه کړ. دوی له هغه سیستم سره خیانت وکړ، چې موجود وو. دوی د لوېدیځ په سپارښت تر ټولو لومړی د خیانت پر لاره روان شول. دوی دغه کار نه یوازې د دې لپاره وکړ، چې په ناټو کې شامل شي، بلکې نورو هېوادونو ته د بېلګې ښودل یې هم موخه وه. دوی غوښتل چې نورو ته وښیي، چې بل لوری باید غوره شي. بیخي روښانه ده، چې د ناټو غړیتوب دوی له هیڅ شي څخه نه ساتل، هیچا پر دوی باندې د برید کولو هوډ نه لاره. خو دوی د خپل دغه سیاسي ګام د پورته کولو په بدل کې ټاکلي امتیازات ترلاسه کړل. دوی پیسې تر لاسه کړې، خو د دغو پیسو ډېره برخه د کریدیتونو، د اقتصادي امتیازاتو په بڼه ورکړای شوه. لنډه دا چې دوی خپله برخه ګټه ترلاسه کړه».

    کانستانتین سوکولوف له «سپوتنیک» راډیو سره د خپلې مرکې په ترڅ کې زیاته کړه، چې یاد هېوادونه دېته اړ شول، چې د ورکړ شوو پیسو او امتیازاتو په بدل کې، ورسپارل شوې مزدوري هم سرته ورسوي. کارپوه وویل:

    «هو، دغو هېوادونو، دوی ته ورسپارل شوې دندې سرته ورسولې. په افغانستان کې یې په جګړه کې ګډون وکړ. وروسته یې په عراق کې د ناټو په عملیاتو کې برخه واخېسته. او په داسې حال کې چې فرانسې، المان او تورکیې، چې د ناټو ډېر مهم او پیاوړي غړي دي، د عراق په عملیاتو کې له ګډون کولو ډډه وکړه. لنډه دا چې پولنډ، چېک جمهوریت او هنګري دېته اړ شول، چې د خیانت جبران پر لاره لاړ شي او دوی دغه کار وکړ».

    د کارپوه کانستانتین سوکولوف په اند پولنډ، چېک جهموریت او هنګري به له هغو امتیازاتو څخه، چې له ناټو سره د یوځای کېدو په بدل کې ورکړ شوي، ډېر وخت استفاده ونه کړای شي. دی پر همدې د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي:

    «د دې ویل سخت دي، چې اوس په دغو هېوادونو کې ناټو ته په کومه سترګه ګوري. خو ماته داسې ښکاري، چې دوی باید ډېر پخوا پر دې پوهېدلي وای، چې هغه پېشکۍ، چې دوی ته ورکړشوي، پایته رسیږي، په لوېدیځ کې هیڅوک د دوی د ساتنې په فکر کې نه دي او هیڅوک یې د لوېدیځ په واکمنو ټولنو کې د راګډولو هوډ نه لري. اوس خو دوی په داسې وضعه کې ژوند کوي، چې له موږ نه یې مخ اړولي او د لوېدیځ په لورې یې ګرځولی او د همدې په بدل کې دوی ته د ښه ژوند کولو شونتیاوې چمتو شوي. خو دغه شونتیاوې به تل نه وي. هغه ټول کریدیتونه او هغه ټولې مرستې چې دوی ته ورکول کېدلې، دوی ټولې د چا خبره په «خېټه خوړلي» اوس د پوښتنې وخت راروان دي او پوښتنه به ډېره سخته وي. زما په فکر خو، یو څه موده وروسته به په دغو هېوادونو کې په ټولنیزه وضعه کې ژور بدلونونه راشي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی