په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیې یو پوځي کارپوه: مصر ته د روسیې د ځانګړو دندو د ۲۰ تنو پوځیانو او بې پېلوټه الوتکو د لېږلو خبر هېښوونکی دی

    د روسیې یو پوځي کارپوه: مصر ته د روسیې د ځانګړو دندو د ۲۰ تنو پوځیانو او بې پېلوټه الوتکو د لېږلو خبر هېښوونکی دی

    © Sputnik/ Sergey Guneev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5010

    د روسیې فدراسیون د پارلمان د مشرانو جرګې د بین المللي اړیکو د کمېټې د رییس لومړي مرستیال ولادیمیر جباروف له «سپوتنیک» راډیو سره په مرکه کې وویل: روسیې خپل پوځي کارپوهان او بې پېلوټه الوتکې د مصر هوایي اډې ته نه دي لېږلي، پر دغه موضوع د رسنیو خبرونه – ټول درواغ دي.

    پخوا رویټر اژانس  د امریکايي او مصري نوم نه ښودلو پوځي-دیپلوماتیکي سرچېنو له خولې خبر ورکړی وو، چې روسیې ګواکې ۲۲ تنه پوځي کارپوهان او نا معلوم شمېر بې پېلوټه الوتکې په مصر کې د لیبیا پولې ته نېږدې په هوایي اډه کې ځای پرځای کړي دي. خو د دغه خبر پخلي یې نه دي راوړي. د مصر پوځیانو دغه خبرونه په رسمي ډول او په کلکه رد کړل.

    د روسیې سناتور ولادیمیر جباروف په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې وويل: «روسیې دغه کار نه دی کړی. د دفاع وزارت یې پخلی نه کوي. دا د درواغو خبر دی، د پاملرنې وړ نه دی».

    د ولادیمیر جباروف له خولې، د دغه ډول «اوازو» خپرول — دا د هغې اطلاعاتي جګړې یو عنصر دی، چې «اوس ټولو د ټولو پر ضد روانه کړې ده».

    د روسیې د پارلمان د مشرانو جرګې د دفاعي او امنیتي چارو د کمېټې مشر ویکتور اوزېروف هم په خپل وار دغه ډول خبرونه د روسیې ضد تبلیغاتو دوام بولي او د دې هڅې یې ګڼي، چې په بهر کې د وسله والو ځواکونو د کارولو په ساحه کې روسیه بدنامه کړي.

    د ستراتیژیکي حالاتو د څېړلو د مرکز مشر ایوان کونووالوف له «سپوتنیک» راډیو سره په مرکه کې، دې ټکي ته پاملرنه راوګرځوله، چې په رسنیو کې همدا اوس په دې تړاو اطلاعات راپیدا شوي، چې ګواکې روسیه له مصر سره د دغه هېواد په خاوره کې د روسیې د پوځي اډو د جوړولو پر سر پر خبرو اترو بوخت ده. ایوان کونووالوف په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي:

    «د یادولو وړ ده، چې څه موده پخوا په رسنیو کې د دې خبرونه ورکړای شول، چې روسیه غواړي د مصر په سیدي برّاني ښار کې پوځي اډه جوړه کړي. په شوروي زمانه کې هلته زموږ اډه وه. په دې ډول ویلای شو، چې دغه ډول اوازه یو ځل پخوا هم خپره شوې وه. اوس د همدغې موضوع په تړاو دا دویمه اوازه ده، چې ګډه شوې. په همدې تړاو د لوېدیزو رسنیو خبر هم ډېر هېښوونکی دی. په خبر کې ویل کیږي، چې په دغه اډه کې ټول ۲۰ تنه پوځیان او یو شمېر بې پیلوټه الوتکې ځای پرځای شوي. دغه هېښوونکی پوځي ټولی د څه لپاره؟ خو د دغه ډول اوازو د خپروونکو لپاره دا مهمه نه ده، چې د څه لپاره، دوی د دغه ډول خبرونو په خپرولو غواړي دا وښیي، چې ګواکې روسیه د مدیترانې سمندرګي په ختیزه برخه کې، په شمالي افریقا او منځني ختیځ کې د خپل اغېز د بیا ټینګولو هڅه کوي. دوی له خپلې خېټې دا په ګوته کوي، چې روسیه، لکه په شوروي زمانه کې، د خپل اغېز د بیا ټينګولو لپاره خپلې هلې ځلې باید په کوم لوري کې وکړي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی