په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیې یو کارپوه وایي: د چورلکه وړونکۍ بېړۍ «ایځومو» راوتل د جاپان د سمندري پوځ د کړنو اډانه ډېره پراخوي

    د روسیې یو کارپوه وایي: د چورلکه وړونکۍ بېړۍ «ایځومو» راوتل د جاپان د سمندري پوځ د کړنو اډانه ډېره پراخوي

    © Photo/ Dragoner JP
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 45 0 0

    د جاپان حکومت پرېکړه کړې، چې خپله یوه ډېره لویه الوتکه وړونکې جنګي بېړۍ «ایځومو» په درې میاشتني سفر جنوبي-چین سمندرګي او هند سمندر ته ولېږي. د جاپان دغه ګام، له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته د جاپان د سمندري پوځ د کړنو د جغرافیایي اډانې ډېره ستره پراختیا ګڼل کېدای شي.

    دغه خبره د روسیې یوه پوځي کارپوه واسیلي کاشین په هغه تبصره کې کړې، چې د «سپوتنیک» لپاره یې چمتو کړې ده.

    «ایځومو» — دا یوه ډېره لویه چورلکه وړونکې جنګي بېړۍ ده، او یوازې جاپان یې لري. په نوره نړۍ کې دغه بېړۍ یوازې چورلکه وړونکې او یا الوتکه وړونکې سپکه بېړۍ ګڼل کېدای شي. د «ایځومو» بېړۍ بشپړ حجم — ۲۷۰۰۰ ټنه دی. د دغه ښکارندونکي له اړخه «ایځومو» بېړۍ د اروپایي هېوادونو پر سپکو الوتکه وړونکو بېړیو برلاسې ده او د امریکا د دیسانت بېړیو له ځینو ډولونو سره برابره ده.

    له نظري اړخه، «ایځومو» د نېغ الوت په الوتکو F-35B سمبالېدای شي او په دغه حالت کې په بشپړ ارزښته سپکه الوتکه وړونکې بېړۍ بدلیږي. خو اوس مهال د دغو الوتکو د رانېولو په تړاو د جاپان له پلانونو کوم خبر نشته. د دې احتمال هم شته، چې په «ایځومو» کې د الوتکو د ځای پرځای کولو لپاره، هغه باید یوڅه نوې کړای شي، د الوتکو د الوتنې لپاره په ترامپلن باید سمبال شي او د الوتکو د درېدا او الوت میداني یې باید کلکه کړای شي.

    خو دغه بېړۍ په دغه حالت کې هم ډېر پیاوړی جنګي ځواک دی، چې په چورلکو سمبال ده. په عادي حالت کې دغه بېړۍ ۹ چورلکې وړي، خو که اړتیا راپیدا شي، د چورلکو شمېر یې نور هم زیاتېدای شي. دغه چورلکه وړونکې بېړۍ، د بېړیو هغه کنډک ته، چې دا یې بدرګه کوي، د بېړیو ضد نورې شونتیاوې بسیه کوي. د دغې بېړۍ له چورلکو څخه، د هغو بېړیو لپاره، چې په بېړۍ ضد توغندیو سمبال دي، په اکتشافي کارونو او د هدفونو په ښودلو کې هم استفاده کېدای شي. او د دې اټکل هم کېدای شي، چې له «ایځومو» سره یوځای د جاپان یوه بله نوې جنګي بېړۍ، چې په بېړۍ ضد توغندیو او د هوایي مدافعې په پیاوړي سیستم سمبال ده، هم په دغه سفر کې لاړه شي.

    بې له کومه شکه، دا به د جاپان د سمندري پوځ د زور او نوو شونتیاوو او همدارنګه د دې ښودل وي، چې دغه پوځ د نړۍ په لرې پرتو سیمو کې هم د زور ښودلو وس لري. د جنوبي-چین له سمندرګي څخه د جاپان د نورو جنګي بېړیو په بدرګه د «ایځومو» تېرېدل به د چین ولسي جمهوریت سیاسي غبرګون راوپاروي او د چین په ټولنیز نظر کې به د یوې دښمنانه کړنې په سترګه ورته وکتل شي.

    او دا په داسې حال کې، چې چین د جاپان بر عکس، همدا اوس یوه الوتکه وړونکې بېړۍ فعاله لري او دوې نوې یې د جوړېدا په حال کې دي. دغه بېړۍ د ډېرو زیاتو دندو د سرته رسولو وس لري. او د دې شونتیا هم شته، چې چینایان به خپله یوازېنۍ فعاله الوتکه وړونکې بېړۍ «لیاونین» د «ایځومو» د سفر پر مهال د خپل زور د ښودلو لپاره وکاروي. خو د جاپان ځواکونه د ارام سمندر په لوېدیزه برخه کې له امریکا متحدو ایالتونو سره یوځای د ټول پوځي سمندري قوت یوازې یوه برخه ده او امریکایان د الوتکه وړونکو بېړیو د دومره لوی ځواک د کارولو وس لري، چې پر چینایي ځواک ډېر برلاسی دی. خو د «ایځومو» په برکت د دې اړتیا نه راپیدا کیږي چې له چینایي اوبتلي بېړیو څخه د سمندري لارو د ساتنې لپاره، د امریکا متحدو ایالتونو د سمندري پوځ لویې الوتکه وړونکې بېړۍ له خپلو دندو رابېلې کړای شي.

    د جاپان لپاره د سمندري لارو د ساتنې مسأله ډېره مهمه ده. ځکه چې جاپان داسې یو هېواد دی، چې د سونتوکو او خوړنتوکو په ګډون ټول حیاتي مهم اومه مالونه له بهر څخه راوړي. داسې ښکاري، چې د چین د اوبتلي بېړیو د چټکې ودې په وړاندې ډار، جاپان دېته اړ کړی، چې «ایځومو» ته ورته بېړۍ جوړې کړي. د همدې په څنګ کې د داسې سترې بېړۍ لرل د جاپان د سمندري پوځ اعتبار هم کلکوي، د نورو اسیایي هېوادونو له سمندري پوځونو سره د اړیکو له ودې او پرمختګ سره مرسته کوي او د امریکا په سترګو کې د پوځي متحد په توګه د جاپان ارزښت هم لوړوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی