په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیې یو کارپوه وایي: «ویکتور لیونوف» بېړۍ د امریکا غاړو ته ورغلې؟ د دوی بېړۍ زموږ په غاړو کې څه کوي؟

    د روسیې یو کارپوه وایي: «ویکتور لیونوف» بېړۍ د امریکا غاړو ته ورغلې؟ د دوی بېړۍ زموږ په غاړو کې څه کوي؟

    © AP Photo/ Desmond Boylan
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 47 0 0

    د روسیې د سمندري پوځ اکتشافي بېړۍ «ویکتور لیونوف» د امریکا متحدو ایالتونو په ختیزو غاړو کې لېدل شوې. دغه خبر Fox News ټلویزیوني چینل د امریکا متحدو ایالتونو د سمندري پوځ په قوماندانۍ کې د خبري سرچینو له خولې ورکړی.

    د پوځیانو د اطلاعاتو له مخې دغه بېړۍ د جورجیا ایالت د اوبتلي بېړیو د پوځي اډې «کینګس — بېي» د جنوب-ختیځ په تقریبا ۳۷ کیلومترو کې په بین المللي اوبو کې واقع وه.

    د Fox News د ټلویزیوني چینل سرچینو دا هم په ټینګار وویل، چې د روسیې دغه اکتشافي بېړۍ د امریکا متحدو ایالتونو داخلي اوبو ته، چې له غاړې نه، د ۲۲،۲ کیلومترو په واټن کې پیلیږي، نه ده ننوتلې.

    د فبروري په منځنیو کې هم د روسیې اکتشافي بېړۍ «ویکتور لیونوف» په کونېکتیکوت ایالت کې د امریکایي اوبتلي بېړیو اډې ته نېږدې لېدل شوې وه او څو ساعته وروسته بیا په ویرجینیا ایالت کې د نورفولک بندري ښار ته نېږدې ولېدل شوه.

    ویل کیږي، چې دغه بېړۍ په هاوانا بندر کې تر دمې کولو وروسته، تېره اوونۍ د امریکا متحدو ایالتونو ختیزې غاړې ته بیا ستنه شوه. د بېړۍ ماڼو ګانو په هاوانا بندر کې د دمې کولو په څنګ کې د اوبو، خواړو او سونتوکو زېرمه هم نوې کړه او له ځان سره یې واخیسته.

    د روسیې د ستراتیژیکي څېړنو د انستیتوت د رییس سر سلاکار، د روسیې د پوځي پوهنو د اکاډیمۍ پروفیسر ولادیمیر کوزین له «سپوتنیک» راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د روسیې اکتشافي بېړۍ په بین المللي اوبو کې خپلې عادي چارې سرته رسوي. دی په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې وایي:

    «هر وخت چې موږ په سمندرګیو او سمندرونو کې د اکتشافي بېړیو په کارولو سره عادي چارې هم سرته رسوو، امریکایان او په ناټو کې د دوی متحدین په اندېښنو کې لوېږي او لالهانده کیږي. دا هم د یادولو وړ ده، چې دغه ډول اکتشافي بېړۍ د نړۍ له ټولو سمندري هېوادونو سره شته. نو ځکه دا د شور ماشور د پورته کولو او د چیغو د وهلو خبره نه ده. بېړۍ په بین المللي اوبو کې ده، او دا بیخي نورمال کار دی. دلته دا هم باید له پامه ونه غورځول شي، چې امریکایانو هم له ډېرې پخوا راهیسې، هم د اکتشافي بېړیو او هم د هوایي ځواکونو په کارولو سره د روسیې په وړاندې خپل اکتشافي فعالیت پراخ او ډېر کړی. نو ځکه، امریکایان، مخکې له دې چې ځان د دې پر اټکلونو ستړی کړی، چې روسیه هلته څه کوي، لومړی دوی باید خپل ځانته پام وکړي، چې زموږ غاړو ته نېږدې د اکتشافي وزلو په کارولو سره دوی څه کوي».

    د ولادیمیر کوزین په اند، د روسیې د اکتشافي بېړۍ کړنې — دا د امریکا متحدو ایالاتونو او د دوی د متحدینو د ورته کړنو په وړاندې د روسیې معادل غبرګون دی. کارپوه په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي:

    «د امریکا متحدو ایالتونو د وچې په خاوره کې دوې سترې داسې پوځي-سمندري اډې شته، چې هلته په اټومي ګولۍ لرونکو بالیستیکي توغندیو سمبالې اوبتلي بېړۍ ولاړې دي. دغه اډې د ارام سمندر او اتلانتیک سمندر پر غاړو پرتې دي. «ویکتور لیونوف» اکتشافي بېړۍ د «کینګس-بېي» اډې ته نېږدې ځان راښکاره کړی، د امریکا متحدو ایالتونو داخلي اوبو ته نه ده ورننوتلې. دا زموږ له پلوه نورمال غبرګون دی، موږ باید د امریکا متحدو ایالتونو د توغندي لرونکو اوبتلي بېړیو له خوځښته خبر وو».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی