په ژوندی پڼه خپرونه
    هیلري کلنټن اعلان کړی چې چمتو ده «د ځنګل څخه ووځی»

    هیلري کلنټن اعلان کړی چې چمتو ده «د ځنګل څخه ووځی»

    © AFP 2017/ Yuri Gripas
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 167 0 0

    د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیری هیلري کلنټن اعلان کړی چې چمتو ده «د ځنګل څخه ووځی». دا خبر سپوتنیک خبری آژانس د اسوشېټد پرس له قوله خپور کړی.

    هیلري کلنټن په پنسلوانيا کې د سنت پاتریک د ورځې په مناسبت د ائيرلېنډي ښځو سره په غونډه کې وینا وکړه. د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له ماتې نه وروسته دا د هغې په عام محضر کي لومړی وینا وه.

    هیلري کلنټن: «ما او زما زيات شمېر ملګرو ته د خبرونو لیدل سخت تمامیږی. زه باور نه لرم چې زموږ سیاسي اختلافونه کولای شي په شخصي اختلافونو بدل شی. دا چې خلک زموږ د سیاسي نظرونو سره موافق ندی، پدی معنا نده چې موږ کولای شو د خلکو نه سترګې پټي کړو او يا په قصدي توګه هغوی سره سوړ چلند وکړو.»

    د هغې په وینا، د دي اختلافاتو له منځه وړل د حکومت کار ندی بلکې د عادي وګړو کار دی.

    کلنټن زیاته کړه: « زه چمتو يمه چې د ځنګل څخه ووځمه او پر هغه موضوعاتو، چې په پخلنځیو او ماښامنۍ ډوډي کې پری بحث کیږی رڼا واچومه، ترڅو مونږ قوت پیدا کړو او مخکی ولاړ شو.»    

    اړیکه ټینګوونکی:

    ټرمپ د «روسیې سره د اړیکو» آوازی د کلنټن د غلطيو د پټولو هڅی بللی
    هیلري کلنټن په تلویزیون کې د دندې په هکله فکر کوي
    د امریکا د ولسمشر د لوړی په مراسمو کې هیلري کلنټن خپل خاوند لور ته په ډېره غوسه کتل
    بیل کلنټن د هیلري سره د خبرو نه وروسته خپل تليفون د کړکۍ نه وغورځول
    کلنټن د ټرمپ نه زیاتی د خلکو رائي ګتلی
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی