په ژوندی پڼه خپرونه
    په فرانسه کې، د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو وروستی شمېره اعلان شوهMarine Le Pen, French National Front (FN) political party leader and candidate for French 2017 presidential election, attends a political rally in Saint-Herblain near Nantes, France, February 26, 2017.

    په فرانسه کې، د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو وروستی شمېره اعلان شوه

    © REUTERS/ Charles Platiau © REUTERS/ Stephane Mahe
    1 / 2
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 30 0 0

    يوولس تنه نوماندان به د فرانسي د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه واخلي. دامطلب د هیواد داساسی قانون مشر لوران فابیوس (Loran Fabius) څرګند کړ.

    د اساسی قانون د شورا د مشر په وینا د پچه اچونې يا قرعه کشۍ سره سم په لست کې د کانديدانو نومونه په لاندې ډول دي: د «پورته سه فرانسه» د ګوند رئيس — نیکولا دوپونت-ایگنان، گرز، د "ملي جبهې"ـ مارین لوپن، د خوځښت (مخ په وړاندې) مشر امانوئل ماکرون، د " سوسیالیست ګوند" استازی بنوا آمون، د افراطي چپ د « کارګرانو مبارزه» د ګوند کاندید ناتالی آرتو، د"-پانګوالي ضد نوی ګوند"مشر فیلیپ پوتو، د "پیوستون او پرمختګ،" د ګوند بنسټ ایښودونکی ژاک شمناد، مینځ پالې وکیل- ژان لاسال، کين اړخه افراطي استازی ژان لوک ملانشون، د " خلکو د جمهوري اتحاد" مشر فرانسوا اسلینو،او د « جمهوري غوښتونکې » ګوند څخه نوماند فرانسوا فیون.
    د قانون له مخې د ولسمشرۍ په تاکنو کې نوماندان باید لږ تر لږه د بيلابيلو کچو وکيلانو(دخلګو د ټاکل شوواستازو) 500 لاسليکونه ترلاسه کړي. د فابيوس دوینا له مخې سږ کال 14.3 زره لاسليکونه 61 کانديدانو ترلاسه کړي دي. د هغوی 27 له لسو څخه زياتې رايې لري،خو یوازې 11 چې پورته ذکر شوي دي 500 لاسليکونو ترلاسه کړۍ دي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی