په ژوندی پڼه خپرونه
    رسنۍ: پنتاګون ټرمپ ته وړاندیز وکړ، چې د «اسلامي دولت» پر ضد د «اوباما پلان» پر بنسټ مبارزه وکړي

    رسنۍ: پنتاګون ټرمپ ته وړاندیز وکړ، چې د «اسلامي دولت» پر ضد د «اوباما پلان» پر بنسټ مبارزه وکړي

    © REUTERS/ Carlos Barria
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 53 0 0

    د «اسلامي دولت» د ترهګرې ډلې پر ضد د مبارزې په تړاو د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزارت له خوا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وړاندې شوي سپارښتونه د امریکا د پخواني ولسمشر برک اوباما له اړونده کړنلارې سره د یادولو وړ کوم توپیر نه لري. دغه خبر NBC ټلویزیوني چینل د پنتاګون د جګپوړو چارواکو له خولې ورکړی دی.

    د «اسلامي دولت» د ترهګرې ډلې پر ضد د مبارزې نوی پلان دا په پام کې لري، چې پر داعشي جګړه مارانو دې ګوزارونو ته دوام ورکړای شي، د موصل او رقې د ازادولو په عملیاتو کې دې له سیمه ییزو ځواکونو سره مرسته وشي، له ترهګرو څخه په ازادو شوو سیمو کې دې د ثبات راوستلو لپاره ټاکلي ګامونه پورته شي او د ترهګرو مالي سرچینې دې وچې شي.

     له  NBC ټلویزیون سره د مرکه کړو په اند یاد شوي اقدامات د دې لپاره بسوالی نه کوي، چې ترهګر له منځه یوړل شي.

    په اروپا کې د ناټو د ګډو وسله والو ځواکونو پخواني سرقوماندان متقاعد ادمیرال جیمس ستاوریدیس په همدې تړاو د غږېدو په ترڅ کې وویل: د «اسلامي دولت» د له منځه وړلو دا پلان دغه متل ته ورته دی: «د (بې) پلان دا دی، چې موږ له (الف) پلان څخه پیروي کوو، خو هلې ځلې به زیاتوو». د ادمیرال په باور ډېر احتمال دا دی، چې ولسمشر به دغه پلان د بشپړولو لپاره پنتاګون ته بېرته ورولېږي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی